ایران: زمونږ زعفران افغانستان ته له قاچاق وروسته هند ته صادریږي
دید خبرې آژانس: د ایران د کانونو، صنایعو او سوداګرۍ خونې د سوداګرۍ د پراختیا کمېسیون ویاند وايي، د دغه هېواد ډېره برخه زعفران افغانستان ته قاچاق کېږي. ایران دعوه لري چې د دغه هیواد زعفران، افغانستان په خپل نوم نورو هیوادونو ته صادروي.
د ایران خبری اژانس د راپور له مخې روح الله لطیفي ویلي، د ایران زعفران له قاچاق وروسته په افغاني برانډ د هند په ګډون نورو هېوادونو ته صادریږي.
د نوموړي په وينا، افغانستان ته څيرمه د ایران په ولایتونو کې د زعفرانو تولید د دې لامل شوی، چې ایراني زعفران په اسانۍ افغانستان ته قاچاق شي.
د روح الله لطیفي د څرګندونو له مخې، له ایران څخه د زعفرانو اېستل په اسانۍ سره د ایران او افغانستان د هغو وګړو له لارې ترسره کیږي چې «قومي او کورنۍ اړیکې» لري.
نوموړي همدارنګه ویلي، چې له افغانستان څخه هند ته د زعفرانو صادرات تعرفه صفر سلنه ده، خو که له ايران څخه هند ته ولېږدول شي، د ايراني سوداګرو لپاره تعرفه ٣٨ سلنه وي.
د ایران اقتصادي چارواکو په وار وار ادعا کړې، چې د ایران زعفران افغانستان ته قاچاق کېږي او له هغه ځایه د دغه هېواد په نوم بسته بندي او نورو هېوادونو ته صادرېږي.
د ایران د زعفرانو د ملي شورا مرستیال غلام رضا میري د روان کال په غوايي میاشت کې ویلي و، چې هره میاشت لس ټنه زعفران له هېواده بهر ته قاچاق کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نيشابور د کرنيز جهاد مشر علي مبارکي دوه ورځې وړاندې ويلي وو، چې افغانستان د ايران د زعفرانو اصلي سيال ګرځېدلی دی.