طا-لبان: دوه زره بهرني وګړي افغانستان ته د کار لپاره راغلي دي
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د احصايې او معلوماتو ادارې د یکشنبې په ورځ ویلي، چې په تلې میاشت کې ۲۱۳۱ بهرني وګړي د ځمکې او هوا له لارو افغانستان ته راغلي دي. دغه اداره وايي، چې له دې ډلې ۴۳۴ تنه یې ګرځندویان او پاتې نور یې افغانستان ته د کار لپاره راغلي.
د طا-لبانو د احصايي او معلوماتو ادارې د یکشنبې په ورځ د (لړم شپږمه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادو بهرنیو وګړو له جملې ۶۳ تنه یې ښځې دي.
دغې ادارې ویلي، چې په دغه موده کې ۱۸۰۹ تنه بهرني وګړي له افغانستانه وتلي دي.
د احصايې ادارې د معلوماتو له مخې، ډېری تګ راتګ د ځمکې له لارو کیږي.
افغانستان ته بهرني وګړي د نیمروز، تورخم، حیرتان، هرات او بلخ د هوايي ډګرونو له لارو راغلي دي.
طا-لبان افغانستان ته د بهرنیو وګړو تګ راتګ د هېواد د اقتصادي او امنیتي وضعیت د ښه کېدو نښه ګڼي.
خو له هېواد څخه د کډوالۍ د پراخو څپو راپورونه د طالبانو له دې ادعا سره مخالف دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان د روان کال په زمري میاشت کې ویلي، چې له ۲۰۲۰ کال رهیسې نږدې اته میلیونه افغانانو خپل هېواد پریښی دی.
دغه سازمان ویلي، چې له دې جملې یو میلیون افغانان په اروپا او ۸۵ سلنه په ګاونډیو هېوادونو کې ځای ځای پر شوي دي.
همدارنګه ملګرو ملتونو ویلي،، چې ۷۰ سلنه افغانان چې ایران ته کډوال شوي، په هېواد کې د کاري فرصتونو د نه شتون له امله کډوالۍ ته اړ شوي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان د روان کال په وږي میاشت کې ویلي و، چې د زمري میاشتې له ۲۸مې د وږي تر درېیمې نېټې د طا-لبانو تر واک لاندې له افغانستانه له ۷۲ زرو څخه ډیر کسان وتلي دي.
د سازمان په خبره یاد کسان د درملنې او بیکارۍ له امله پاکستان او ایران ته تللي دي.
همدارنګه دغه سازمان د روان کال د تلې په میاشت کې په خپل راپور کې ویلي و، چې په تېرو شاوخوا اتو میاشتو کې څه کم یو میلیون او ۶۰۰ زره کسان پاکستان او ایران ته کډوال شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واک لاندې د پاسپورټ عمومي ریاست ویلي و چې په وږې میاشت کې یې په دوو ورځو کې ۳۰ زره ټوکه پاسپورټونه ویشلي دي.