اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

سرچینې: طا-لبان د جمهوریت کارمندانو ته د عدم مسوولیت مکتوب نه ورکوي

دید خبرې آژانس: په کندهار کې د تېر حکومت ځینو نظامي او ملکي کارمندانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طا-لبان په دولتي ادارو او موسیسو کې د دندې اخیستو پرمهال دوی ته د عدم مسوولیت مکتوبونه نه ور کوي.

طا-لبانو په ټول هېواد کې په موسسو او دولتي ادارو کې د نويو کارمنانو د نیولو لپاره عدم مسوولیت مکتوب جبري کړی دی.

په کندهار کې د تېر حکومت ځینو پخوانیو نظامیانو او ملکي مامورینو نن شنبې «د لړم۵مه» وویل، په دغه ولایت کې ځینو غیردولتي موسسو کې د دندې اخیستو په ازموینو کې بریالي شوي خو د طا-لبانو امنیه قومنداني د عدم مسوولیت مکتوب نه ورکوي.

د کندهار د ځینو دولتي ادارو پخواني کارمنان چې په تېر حکومت کې یې دندې درلودې، وايي طا-لبانو د پخوانۍ سابقې امله له دندو شړلي دي.

دغه کسان چې اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، وايي په موسسو کې د کار موندلو لپاره یې ازموینو کې کډون کړی او بریالي شوي.

دوی وايي، د عدم مسوولیت مکتوب غوښتنه ترې وشوه خو د دې مکتوب اخیستلو لپاره ی د تېرو څو میاشتو هڅو کومه پایله نه ده ورکړې.

حمید الله چې مستعار نوم دی وايي، یوې موسسې د عدم مسوولیت مکتوب د لاسلیک لپاره ور کړی، خو کله چې د طا-لبانو امنیه قومندانۍ ته ورغی له څو پوښتونو او بایومیټرک وروسته څرګنده شوه، چې تېر حکومت کې مې دنده کړې ده.

حمید الله زیاتوي چې له ډېرو هڅو وروسته بیا هم د طا-لبانو د کندهار امنیه قومندانۍ ورته عدم مسوولیت مکتوب لاسلیک نه کړ، چې له امله یې اوس هم بې روزګاره ګرځي.

په همدې حال کې د کندهار یو بل ځايي اوسېدونکی چې په تېر حکومت کې په ملکي اداره کې کار کړی و یوې نړۍوالې موسیسې ته د کار لپاره مراجعه کړې وه خو وايي، تر بري وروسته طا-لبانو ورته د عدم مسوولیت مکتوب لاسلیک نه کړ.

دوی زیاتوي طا-لبان یوازې هغه چاته د عدم مسوولیت مکتوب لاسلیکوي، چې د دوی په لیکو کې کاري سابقه ولري او یا هم ددې ډلې اړوند کس وي.

بهرنۍ موسسې د نویو کسانو ګومارلو کې له دولت سره د جرمي سابقې د معلومات لپاره عدم مسوولیت مکتوب غواړي.

په کندهار کې د پخواني حکومت یو کارمن وايي:« یو خوا مو طا-لبان په خپلو ادارو کې نه پرېږدي بل خوا په بهرنیو موسسو کې هم د کار پر وړاندې خنډونه جوړوي او د پخوانۍ کاري سابقې لرلو له امله عدم مسوولیت مکتوب نه راکوي او دوی دا فشار هم ځکه اچوي چې خپل کسان وګماري.»

طا-لبانو تر واک لاندې د اقتصاد وزارت بهرنیو موسسو د استخدام پرمهال د افغان کارمنانو د ګمارل لپاره د امنیتي ادارو څخه د عدم مسوولیت مکتوب جبري کړی دی.

د طا-لبانو د دې شرط له امله دا موسسې کله کله د وړ کسانو په ګومارلو کې پاتې راځي.

پر طا-لبانو دا تور هم دی چې د موسسو په چارو او مرستو کې لاسوهنه کوي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر ویلي، د روان کال په سپټمبر میاشت کې د ۱۷۳ مواردو له امله د بشري مرستو ۸۳ پروژې په لنډمهالې توګه وځنډول شوې.

دغه دفتر وايي، ۹۸ سلنه موارد د طا-لبانو د مداخلې له امله رامنځ ته شوي او د تېر کال په پرتله دغسې پېښې ۶۶ سلنه ډېرې شوې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا