د ملي امنیت سلاکار د لوېدیځ زون ولایتونو د امنیتي وضعیت ښه کېدو لپاره لازمې لار ښوونې وکړې
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب تېر مازیګر په توحید ملي مرکز کې د ملي دفاع سرپرست وزیر، د ملي امنیت عمومي رییس، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر او د کورنیو چارو وزارت مرستیال په حضور کې د ویډیو کنفرانس له لارې د هرات، فراه، بادغیس او غور ولایتونو امنیتي وضعیت و ارزوه.

لومړی د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان او د اړوندو ولایتونو د امنیتي ارګانونو مشرانو د لویو لارو امنیت تامین تر څنګ، د امنیتي وضعیت په تړاو خپل بشپړ راپورونه جلسې ته وړاندې کړل.
د هېواد د ملي امنیت سلاکار د دښمن د بریدونو شنډېدو برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په خپل وخت کړنو د ستایلو سربېره، اړوند مسوولینو ته د لوېدیځ زون د امنیتي وضعیت ښه کېدو په تړاو لازمې لار ښوونې وکړې.