ټولګټو وزارت: طا-لبان افغان – ټرانس پروژې پيل ته چمتو دی
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو ټولګټو چارو وزارت وایي، اسلامي امارت هېواد کې د افغان- ټرانس پروژې د عملي چارو د پیل لپاره چمتو دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس ویلی چې په افغان خاوره کې د دغې پروژې د چارو پیل لپاره د منځنۍ اسیا او نورو ښکېلو هېوادونو سره ډېرې غونډې شوې دي.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند و ویل: « د دغې مهمې پروژې د عملي کولو لپاره د افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ ډېرې غونډې شوې دي او دغه راز مذاکرات دوام لري. دغه پروژه د اسلامي امارت او ټولګټو وزارت د اقتصادي پروګرامونو په لومړیتوب کې ده او افغانستان د دغې پروژې د عملي کولو په برخه کې همکارۍ لپاره خپل چمتووالی اعلانوي.»
افغان – ټرانس پروژه په منځنۍ او سویلي اسیا کې د نړۍوالې سوداګرۍ د پراختیا او لېږد رالېږد د اسانتیاو لپاره یوه مهمه سیمه ییزه طرحه ده چې له سویلي اسیا هېوادونو سره د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د نښلولو په برخه کې ځانګړی ارزښت لري.
د ازبیکستان د ټرانسپورټ وزیر، الهام محکموف هم د افغان- ټرانس پروژه له منځنۍ اسیا سره د سویل ختیځو هېوادونو د نښلېدو لپاره یوه ښه پروژه وبلله.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د ازبیکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د دغه هېواد د ټرانسپورټ وزیر له امیر خان متقي سره په لیدنه کې د نورو مسایلو ترڅنګ د افغان – ټرانس پروژې د چارو د عملي پیل او اټکل لپاره د یاد هېواد د تخنیکي ډلو د سفر او له افغانستانه د یو میلیون ټنه ډبرو سکرو د پېرلو په تړاو خبرې کړې وې.