اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

اسراییلي ځواکونو لبنان کې درې خبریالان وژلي دي

دید خبرې آژانس: رویټرز د لبناني رسنیو په حواله راپور ورکړی چې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې نن (جمعه) لږ تر لږه درې خبریالان چې د لبنان په سویل کې په یوه مېلمستون کې ویده و، وژل شوي دي.

راپور کې راغلي چې دغه کسان د المیادین رسنۍ کمره مین، غسان نجار او د دغې رسنۍ یو انجینیر، محمد رضا او د حزب الله اړوند المنار رسنۍ یو کمره مین دی.

سیمه کې خبریالان وایي، دغه مېلمستون په مستقیمه توګه په نښه شوی دی.

لبناني خبریال، محمد فرحت چې دغه مېلمستون کې مېشت دی، رویټرز ته و ویل: « موږ د الوتکې غږ واورېده چې ډېر ټيټه وه او موږ یې را ویښ کړو او بیا مو د دوو توغندیو غږونه واورېدل.»

دغه میلمستون کې د سکای نیوز او الجزیرې په ګډون د شپږو رسنیو ۱۸ خبریالان اوسېدل.

د لبنان د اطلاعاتو وزیر دغه برید یو جنګي جرم یاد کړی دی.

لبنان کې تر دې وړاندې هم د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې د رویټرز د خبریال اسام عبدالله په ګډون پنځه خبریالان وژل شوي و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا