اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

عطامحمد نور: طالبان د ۲۲ ترهګرو ډلو کوربه توب او ملاتړ کوي

دید خبرې آژانس: د افغانستان ژغورنې د مقاومت مشرتابه شورا غړی وايي، چې افغانستان د طا-لبانو تر جابرانه واک لاندې دی او دا ډله د ۲۲ ترهګرو ډلو ملاتړ او کوربه توب کوي.

عطامحمد نور په ترکیه کې د نننیو چاودنو د غندنې په ترڅ کې ویلي، چې ترهګري د نړۍ په هرګوټ کې ګواښ دی او باید له رېښو او د ودې له سرچینو سره یې مبارزه وشي.

نوموړي پر خپل ایکس لیکلي، چې « په اوسمهال کې د ترهرۍ د ودې یو بستر د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان دی چې دې ډلې ۲۲ ترهګرو ډلو ته په ځای ورکولو سره د ترهګرۍ روزنې، دود کولو او صادرولو ته لاره اواره کړې ده».

نور د ترکیې د هوايي چلند او فضايي صنعتونو پر مرکز برید غندلی او د ترکیې له خلکو او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې غمرازي ښودلې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا