د برېکس غړو هېوادونو د افغان نجونو پر زده کړو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه
دید خبرې آژانس: د چين، روسیې او د برېکس نورو غړو هېوادونو مشرانو د چهارشنبې په ورځ د کازان غونډې په اعلامیه کې له طا-لبانو وغوښتل، چې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیزونه لرې کړي.
دوی د خلکو د اساسي حقونو په رعایت کولو ټينګار وکړ او په سوله ییزه توګه یې د افغانستان د مسایلو د حل غوښتنه وکړه.
د برېکس مشرانــو د خپلې شپاړسمې ناستې په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې د افغانستان د وګړو د بنسټیزو حقونو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او د بېلابېلو قومي ډلو د حقونو پر ټینګښت ټینګار کړی دی.
په دې اعلامیه کې د افغانستان خلکو ته د بېړنیو او پرته له ځنډه د بشري مرستو د رسولو پر اړتیا هم ټینګار شوی او له طا-لبانو غوښتل شوي، چې د نجونو د منځنۍ او لوړو زده کړو بندیزونه لغوه کړي.
د برېکس مشرانو همداراز وویل: «په افغانستان کې باید د پام وړ اقدامات وشي څو اطمینان ترلاسه کړو، چې د افغانستان خاوره د ترهګرو له خوا نه کارول کېږي.»
د اعلامیې په بله برخه کې راغلي: «مونږ له یوه داسې خپلواک او سوله ییز افغانستان څخه چې له ترهګرو او نشه یي توکو څخه پاک هېواد وي، ملاتړ کوو.»
د برېکس شپاړسمه سرمشریزه د ۳۶ هېوادونو او ۶ نړۍوالو سازمانونو په ګډون د سې شنبه په ورځ د لړم لومړۍ نیټه د روسیې فډراسیون د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې پیل شوه او د لړم تر درېیمې نېټې به دوام وکړي.
په دې غونډه کې د روسیې، برازیل، هند، چین، سویلي افریقا، مصر، متحده عربي اماراتو، ایتوپیا او د ایران مشران حضور لري.