Uncategorizedاسلایدشوافغانستانسپورت

د هېواد د والیبال لوبغاړي د قرغزستان پر وړاندې ميدان ته ځې

دید خبرې آژانس: د افغانستان د والیبال لوبغاړي د مرکزي آسيا د اتلولۍ سیالیو په چوکاټ کې له قرغزستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.

دا لوبه به نن (چهارشنبه د لړم په دویمه) د ازبکستان په کوربه توب په تاشکند کې ترسره شي.

د يادونې وړ ده، چې دا د منځنۍ اسيا هېوادونو د اتلولۍ په سياليو کې د هېواد د واليبال د ملي لوبډلې پنځمه لوبه ده.

د افغانستان د والیبال لوبغاړو په تېرو څلورو لوبو کې درې ماتې او یوه بریا خپله کړې ده.

د مکزي اسيا اتلولۍ سيالۍ د افغانستان په ګډون د منځنۍ اسيا د شپږو هېوادونو په ګډون په تاشکند کې ترسره کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button