اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د طا-لبانو دفاع وزارت د «خالد غږ» په نوم راډیو فعاله کړه

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو له خوا د افغانستان پر نورو انځوریزو رسنیو له بندیز سره د طا-لبانو دفاع وزارت د «خالد غږ» په نوم راډیو فعاله کړې.

د طا-لبانو د دفاع وزارت وايي، چې دغې راډیو په ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې خپرونې پیل کړې دي.

د طا-لبانو د ملي دفاع وزارت نن چهارشنبه د (لړم دویمه نېټه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې، دغه راډیو به هره ورځ په یوه ټاکلي وخت کې په ژوندۍ بڼه خپرونې کوي.

دفاع وزارت وايي، چې یاده راډیو به هره ورځ په اسلامي برخه کې خپرونې لري او د دې تر څنګ به د یاد وزارت پر فعالیتونو هم موضوع ګانې خپروي.

دا راډیو په داسې حال کې پرانیستل کیږي چې، باوري سرچینو ویلي و، طا-لبان پلان لري چې د افغانستان د ملي تلویزیون خپرونې بندې کړي. روان لمریز کال د طا-لبانو مشر په کندهار کې په انځور او ویډیو اخیستلو بندیز ولګاوه چې دغه لړۍ اوس د افغانستان نورو ولایتونو ته هم غځېدلې ده.

په تېرو دوو ورځو کې طا-لب چارواکو په لغمان او ننګرهار کې هم خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړې چې انځورونه او ویډیوګانې واخلي.

د طا-لبانو د امربالمعروف وزارت له لوري په وروستي خپاره شوي قانون کې د نورو بندیزونو تر څنګ په رسنیو کې پر ساکښو انځورونو بندیز لګېدلی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا