Uncategorizedاسلایدشوافغانستانراپور

طا-لبان له یوناما سره د نشه‌یي توکو سره د مبارزې غونډه جوړوي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره په کتنه کې ویلي، چې په نږدې ورځو کې به د یوناما په ګډون په کابل کې له بهرنیو سفارتونو سره د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون ګډه غونډه جوړه شي.

د طا-لبانو تر واک لاندې ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې غونډه کې به له نشه یې توکو سره د مبارزې سربېره په بېلابېلو مهمو موضوعګانو بحث وشي.

په خبرپاڼه کې د یادې غونډې د جوړېدو د کره وخت په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

مولوي عبدالکبیر له روزا اوتنبایوا سره په لیدنه کې زیاته کړې ده، چې له نشه‌یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د کمېسیون د طرزالعمل کارونه به هم ژر بشپړ شي.

د یادولو ده، چې یاد کمېسیون د روان میلادي کال د سپټمبر په ۸مه د طا-لب مشرانو له لوري پرانیستل شو.

مولوي عبدالکبیر ویلي و، چې دا کمېسیون له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د همغږۍ او هدفمندو اقداماتو لپاره رامنځته شوی دی.

په خبرپاڼه کې بیا د مېرمن اوتنبایوا له قوله لیکل شوي، چې ملګري ملتونه د نشه‌يي توکو د له منځه وړلو، بدیل کښت او د روږدو کسانو د درمنلې په برخه کې له طالبانو سره د همکارۍ هوډ لري.

که څه هم پر افغانستان د طا-لبانو له بیا واکمنېدو سره دغې ډلې په پراخه توګه د نشه یي توکو د تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي، خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د طا-لبانو له خوا د کوکنارو پر کښت پر بندیز سربېره، افغانستان لا هم د تریاکو پراخې زېرمې لري، چې د نشه یي توکو د قاچاقي شبکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کارېدلی شي.

د امریکا د پرینسټن پوهنتون اړوند مجله کې د دوو لوړپوړو څېړونکو په یوې مقاله کې هم ویل شوي، چې په افغانستان کې د نشه یي توکو سترې زیرمې او د هغوی د سوداګرۍ او قاچاق دوام د اروپا بازارونه ګرم ساتلي دي او اوس هم د هیروینو کمښت سره نه دي مخ شوي.

اخوا طا-لب چارواکو بیا په وار – وار د ورته څېړنو او راپورونو په غبرګون ویلي، چې د دوی له واکمنېدو سره په افغانستان کې د نشه یي توکو زېرمې په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي.

طا-لبان ادعا کوي، چې په تېرو دوو کلونو کې یې د نشه يي توکو د کر، کښت او قاچاق په وړاندې مبارزه کړې او د نشه يي توکو د تولید او پروسس شاوخوا ۱۵ سوه زېرمې يې له منځه وړې دي.

یاده ډله له نړۍوالو هم غواړي، چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

Back to top button