سرچینې: طالبانو د پوهنتون استاد جاوید مومند نیولی دی
دید خبرې آژانس: سرچینو تاییده کړې چې د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی جاوید مومند طا-لبانو د خپل کور له مخې له ځان سره نامعلوم لوري ته بیولی دی. طا-لبانو د هغه د نیولو په اړه تر اوسه پورې څه نه دي ویلي.
ځايي سرچینو ویلي چې د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کار پوه جاوید مومند درې ورځې وړاندې د یو شمېر طا-لبانو له لوري ونیول شو او نامعلوم لوري ته وړل شوی.
جاوید مومند پنځه ورځې وړاندې پر خواله رسنیو کې له خپلو ادرسونو په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي و، چې د طا-لبانو له لوري پر ټلویزیون له سیاسي بحثونو څخه منعه شوی دی.
هغه ته نږدې سرچینې وايي، چې نوموړی طا-لبانو نیولی او دوی ته نور معلومات نه شته چې چیرې یې وړی دی.
نوموړي پنځه ورځې وړاندې پر ټولنیزو رسنیو په یوه ویډیو کې د ایراني عسکرو له لوري د افغانانو وژلو ته سخت غبرګون ښودلی و.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسي پر ټولنیزو رسنیو د طا-لبانو فعالو او مشهورو کسانو د جاوید مومند د نیولو کمپاین پیل کړی.
طا-لبانو تر اوسه پورې د پوهنتون د استاد او سیاسي چارو شنونکي جاوید مومند د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.