المرصاد: په غور کې ۲ داعشیان وژل شوي
دید خبرې آژانس: د افغانستان د طا-لبانو اړوند المرصاد وېبپاڼې د غور ولایت په فېروز کوه کې د دا/عش ډلې د دوو غړو د وژل کېدو خبر ورکړ.
دغې وېبپاڼې وژل شوي کسان د عزیز او مرتضی په نوم یاد کړي او ویلي یې دي، چې عزیز تیره میاشت هغه برید پلان او پلي کړی و، چې په پایله کې یې د دایکنډي او غور ترمنځ ۱۴ ملکي کسان په کې وژل شوي و.
سره له دې چې په راپور کې ویل شوي، چې مرتضی بهرنی وګړی دی، خو دا روښانه شوې نه ده، چې د کوم هېواد اړوند وګړی دی.
د راپور له مخې، یاد کسان نن یکشنبې (د تلې ۲۹مه) د فېروز کوه په نور کوه سیمه کې تر غرمې وروسته د طا-لبانو په یو لړ عملیاتو کې وژل شوي دي.
د المرصاد په راپور کې همداراز راغلي، چې د دا/عش ډلې دغو غړو د دې ولایت په وروستیو تخریبي کړنو کې هم لاس درلود.
د یادولو ده، چې د روان کال د وږي په ۲۲مه نېټه د غور او دایکنډي ولایت په سرحدي سیمو کې د قرودال په کلي کې په یوه خونړي برید کې ۱۴ هزاره وګړي ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.
وروسته بیا د دې پېښې مسوولیت دا/عش ډلې پر غاړه واخیسته.
دا په داسې حال کې ده، چې ډېری طا-لب چارواکو په وار ورار په کورنیو او بهرنیو غونډو کې ټینګار کړی، چې دا/عش ډله په افغانستان کې په بشپړه توګه له منځته تللې ده، خو نړۍوال او په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د دا/عش ډلې د فعالیتونو له پراخېدو اندېښمن دي.