يو کس په کندهار کې د اقتصادي ستونزو له امله ځان ته اور اچولی
دید خبرې آژانس: له کندهار څخه سرچینو وایي چې يو کس نن سهار د شهیدانو په څلور لاره کې ځان ته اور واچاوه او د ځان وژنې هڅه يې کوله. دغه کس ځان ته د اور اچونې پر مهال په لوړ غږ له بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو شکایت کاوه.
له کندهار څخه سرچينو د یکشنبې پر ورځ د دغه کس ويډيو هم لېږلې، چې د بازار په منځ کې پر ځان پټرول شیندي او وروسته ځان ته اور اچوي.
سرچینې وايي، خلکو له نوموړي اور مړ کړ او د هغه د ځان وژنې مخه یې ونیوله.
د دغه کس د نوم او کورنۍ په اړه لا معلومات نشته.
سرچينو زياته کړه، چې له پېښې وروسته د کندهار د طا-لبانو د دويمي حوزې امنيتي کسانو او استخباراتو دغه کس له ځان سره حوزې ته بیولی او تر اوسه يې په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.
طالب استخباراتو په سيمه کې خلکو ته خبرداری ورکړی، چې د یاد کس ويډیو او عکس پرټولنيزو رسنیو خپور نه کړي.
واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته ګڼ خلک او د کورنيو نفقه برابروونکي له اقتصادي ستونزو کړيږي.
په روان کال کې دا په کندهار کې دويمه پېښه ده، چې خلک د بې کارۍ له املهځان ته اور اچوي.
له دې وړاندې په همدغه ولایت کې چې د طا-لبانو د مشر ملا هبت الله د استوګنې ځای دی، د اقتصادي ستونزو له کبله اووه کسانو په بېلابيلو وختونو کې ځانونه زندۍ کړي او وژليدي.