په شپږو میاشتو کې: افغانستان ۶۳۵ ټنه زعفران او هينجه صادر کړي
دید خبرې آژانس: افغانستان په تېرو شپږو میاشتو کې ۶۳۵ ټنه زعفران او هينجه صادر کړي دي.
ګلوبل ټایمز ویلي چې د دې صادراتو ټولیز ارزښت ۷۷،۵ میلیونه ډالره دی.
دې ورځپاڼې د طا-لبانو تر واک لاندې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د ویاند جاوید آخندزاده په حواله ویلي، چې په دې موده کې افغانستان د ۲۰،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۸ ټنه زعفران او د ۵۷ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۱۷ ټنه هينجه صادر کړي دي
د دغه راپور پر بنسټ، دغه صادرات په عمده توګه د چین، سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو، هند، هسپانیې، جرمنی، ازبکستان، اندونیزیا، امریکا او بریتانیا هېوادونو بازارونو ته شوی دی.
د يادونې وړ ده چې هينجه د منځنۍ اسيا او ختيځ ايران بومي بوټى دی چې د ژېړ ګلان او غټې ريښي لري، چې په درملو کې ترې کار اخيستل کېږي او دا مهال په افغانستان کې کرل کېږي.
له بلې خوا د افغانستان زعفران هم د نړۍ یو له غوره زعفرانو څخه شمېرل کیږي.