اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د طا-لبانو ښوونځي د نجونو د ښوونځیو تر تړلو څو برابره خطرناک دي

دید خبرې آژانس: د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، د طا-لبانو له‌خوا له شپږم ټولګیو څخه پورته د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل د افغانستان لپاره یو ستر ناورین دی.

دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ټولنې نیمایي وګړي اوس‌مهال د زده‌کړو له حق او فکري پرمختګ له پلوه بې برخې پاتې دي چې دا د یو هېواد لپاره په یو ستر ناورین بدلېدلای شي.

په دغې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طا-لبانو تر کنټرول لاندې د ښوونځیو خلاصون، د ښوونیز نصاب او د زده‌کوونکو د یونیفورم په بدلېدو د ښوونځیو تر تړل پاتې کېدو هم ستر ناورین دی.

دغه غورځنګ زیاتوي، د طا-لبانو تر کنټرول لاندې دغو ښوونځیو کې زده‌کوونکو ته افراطي زده‌کړې، ترهګري او نور زیان رسوونکې کړنې ور زده کوي.

خبرپاڼې وړاندې کاږلي، په افغانستان کې مېرمنې له خپلو حقونو، قانوني، اسلامي او انساني ازادۍ څخه بې خبرې نه دي او په دې برخه کې د هر ډول زیاتي غندنه کوي.

دغه غورځنګ د پاکستان له حکومته غوښتي، چې له طا-لبانو او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ ونه کړي.

د خبرپاڼې له مخې، طا-لبان په تېرو درېیو کلونو کې بدل شوي نه دي او نه به هم په هغوی کې بدلون راشي؛ نو باید د تعامل په نوم ترې نه ملاتړ وشي او نه دې هم په واک کې وساتل شي.

دغه غورځنګ غواړي، چې د جنسیتي اپارتاید، ژبني اپارتاید، جنګي جنایت، جبري کډوالۍ، د بشري حقونو سرغړونو، د ځانمرګو بریدونو په برخه کې د طا-لبانو مشران محکمې ته راکاږل شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا