سمیع سادات د امریکا د کانګرس له غړي سره خبرې کړې
دید خبرې آژانس: د افغانستان د متحدې جبهې مشر سمیع سادات د امریکا د استازو جرګې له غړي جو وېلسون سره له افغانستانه د مخ په زیاتېدونکو ترهګریزو ګواښونو په تړاو خبرې کړې.
د افغانستان متحده جبهه وایي، له دغه خوځښت څخه ملاتړ په افغانستان کې د ترهګرۍ د ځالو په لمنځه وړلو کې اړین دی.
جو وېلسون د امریکا په استازو جرګه کې د منځني ختیځ، د افریقا د شمالي برخو او منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره د فرعي کمېټې مشر دی.
د افغانستان د متحده جبهې مشرتابه د جو وېلسون سره په لیدنه کې خبرداری ورکړ، چې له افغانستانه ترهګریز ګواښونه د نړۍ تر نورو برخو هم پراخېدای شي.
د طالبانو ضد دغه جبهه وایي، په افغانستان کې ترهګري د سیمې هېوادونه ګواښي او دغه خطرونه په منځني ختیځ او په ټوله افریقا کې د امریکا ډیپلوماټیکو، سوداګریزو او پوځي ګټو ته هم رسېدلای شي.
په هغې خبرپاڼه کې چې د افغانستان متحدې جبهې د شنبې په ورځ د (تلې په ۲۸مه) خپره کړې راغلي، له جو وېلسون سره په دې هوکړه وشوه چې په افغانستان کې ترهګریز خوځښتونه د القا/عدې او طا-لبانو له لوري سمبالېږي او د دې اړتیا ده، چې د افغانانو او نورو همکارانو ګډ « څو ملتيز» غبرګون په ډاګه شي.
د طا-لبانو ضد دغه سیاسي جوړښت دا رنګه ڼینګار وکړ، چې «د افغانستان له متحدې جبهې ملاتړ د طا-لبانو له ظلمونو د افغانستان د خلاصون او د هېواد په د ننه کې د ترهګرو د پټن ځایونو د له منځه وړلو لپاره اړین دی.»
د افغانستان متحدې جبهې سږکال د چنګاښ په میاشت کې په یو راپور کې ویلي و، چې القا/عده شبکه په افغانستان کې «۸۰۰ قومامدانان او ۵۰ زره جنګیالي» لري.
د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د القا/عدې ډېر قوماندانان د عراف، سوریې او یمن د هېوادونو دي چې دا مهال افغانستان او نورو هېوادونو ته په تګ راتګ بوخت دي.
د افغانستان د متحدې جبهې د خبر پاڼې له مخې، جو وېلسون په دغې کتنه کې په افغانستان کې د بشري بد وضعیت په تېره بیا د ښځو او نجونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او دا یې ویلي، چې په افغانستان کې روان وضعیت د زغملو نه دی او نړۍواله ټولنه یې باید په اړه ګام واخلي.
د افغانستان متحده جبهه د ۱۴۰۲ کال د تلې په میاشت کې په امریکا کې جوړه شوې ده.