اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

طالبان اسراییل ته: په یاد ولري چې د مشرانو شهادتونه به جهادي مبارزه لا پسې تونده کړي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د حماس ډلې د مشر د وژل کېدو په غبرګون د دغې ډلې د ریاست الوزرا د تسلیت پیغام خپور کړی چې په کې راغلي: «اسراییل دې په یاد ولري چې د مجاهدو مشرانو شهادتونه به له دوښمن سره جهادي مبارزه تونده او پیاوړې کړي.»

یادې ډلې د اسراییل د یو برید په پایله کې د یحیا سنوار وژل کېدل غندلی او له اسلامي نړۍ څخه یې غوښتي، چې د فلسطین د خلکو له داعیې څخه ملاتړ وکړي.

پرون د اسراییل پوځ اعلان وکړ، چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یې د حماس ډلې مشر یحیا سنوار وژلی دی.

تر دې پېښې وروسته د طا-لبانو لسګونو چارواکو او غړو د حماس د مشر پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.

اخوا پر طا-لبانو بیا نیوکې دا دي، چې د ایران د سرحدي ځواکونو په ډزو کې د لسګونو افغانانو پر مرګژوبلې چوپه خوله دي او د یحیا سنوار پر مړینې بیا اوښکې تویوي.

د راپورونو له مخې، د اسراییل پوځ د سنوار د مړي له موندلو وروسته د هغه مړی یو نامعلوم ځای ته لېږدولی دی.

سنوار په ایران کې د اسماعیل هنیه تر وژنې وروسته د حماس د نوي مشر په توګه ټاکل شوی و.

نوموړی پر اسراییل د اکټوبر د اوومې د برید پلانوونکی هم بلل کېږي.

د ښاغلي سنوار له وژل کېدو وروسته د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د ټولو یرغمل شویو کسانو تر خوشې کېدو به دغې جګړې ته دوام ورکړي.

د یادولو ده، چې اسراییل له تېر یو کال راهیسې د یحیا سنوار، اسماعیل هنیه او حسن نصرالله په ګډون د حماس او حزب الله ډلې ډېر شمېر مشران او مهم غړي وژلي دي او د یادو ډلو په بشپړ له منځه وړلو ټینګار کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا