اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمنطقیمهم مطالب

د چمن پرلتوال: پاکستان غواړي د چمن خاوره غصب کړي

د چمن پرلت غړي وايي، پاکستان غواړي چې د چمن خاوره غصب کړي.

دید خبرې آژانس: دوی وایي، د چمن – سپین بولدک پر دروازه پر پاسپورټ او ویزې تګ راتګ د چمن خاورې له لاسه ورکولو په مانا دي او په هیڅ ډول دغه کار ته اجازه نه ورکوي.

د چمن پرلت غړی، اعظم خان وایي: « دوی ټول هلې ځلې کوي چې چمن غصب کړي او دلته به یې پوځي چوڼي او مرکزونه وي، خو موږ به یې په یوالي مخه نيسوو.»

د دغه پرلت بل غړي، جاويد افغان و ویل: « دلته یې د ترهګرۍ په نوم پښتانه له خپلو حقونو بې برخي کړي دي، همدا ناامني او ترهګري هم دوی خپله جوړه کړې ده، خو له دې وروسته به د هر څه حساب ورسره کوو.»

د چمن پرلت ځینې نور غړي وایي، د ملتپالو ګوندونو په ملاتړ پر ډیورنډ کرښه د لګېدلو بندیزونو لیرې کولو ته نږدې شوي دي.

د چمن پرلت غړي، ګل جان و ویل: « موږ تاسو ته ډاډ درکوو، چې په لوړه کچه خبری شوي او موږ تاسو به د پخوا په شان پر پېژندپاڼو پر سپين-بولدک چمن دروازه تګ راتګ کوو.»

د پرلت بل غړي، وزير خان و ویل: « چې د ټاکنو خبره شي چمن د پاکستان برخه وي او ياهم نورو سيمو مناسباتو کې خو که د روزګار او د خلکو د ژوند او د خوراکي توکو د لېږد موضوع شي، بيا چمن د پاکستان برخه نه دی، چې دا کار موږ نور نه منو.»

ولي محمد و ویل: « موږ غواړو نور د چمن پر خلکو ظلم ونه شي، ځوانان مو په نشو اخته شوي او اقتصادي ستونزي زياتې شوې دي.»

د چمن پرلت کوونکي داسې مهال د پښتنو پر وړاندې د پاکستان حکومت پر ځپوونکو تګلارو نیوکه کوي، چې د روانې اکټوبر میاشتې په ديارلسمه نېټه خېبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جرګې له قید او شرط پرته پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ پرېکړه وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا