اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

په اسلام اباد کې د طا-لبانو سفارت تړل شوی

دید خبرې آژانس: د پاکستان په پلازمېنه کې د طا-لبانو سفارت د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشریزې له امله تړل شوی.

د دغه سازمان سرمشریزه د اکتوبر له ۱۵مې راهیسې په پلازمېنه اسلام اباد کې روانه ده او شاوخوا سیمې او د غونډې ځای ته ټولې لارې تړل شوې دي.

په اسلام اباد کې د طا-لبانو سفارت وايي، چې تر راتلونکې دوشنبې د دوی سفارت تړلی دی او د مراجعینو لپاره کونسلي خدمتونه نشي وړاندې کولای.

یاد سفارت پر خپل ایکس لیکلي، چې « اسلام اباد کې د اوږدې رخصتۍ له امله او دا چې مراجعین له ستونزو سره مخ نشي، د سفارت رسمي چارې به د اکټوبر پر ۲۱مه (راتلونکي دوشنبه) پیل شي».

دې سرمشریزې ته د طا-لبانو د حکومت استازي نه دي غوښتل شوي او د افغانستان د څارونکي غړیتوب څوکۍ هم معلق ساتل شوې ده.

د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزې ته په خپله پرانېستونکې وینا کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وویل، چې د ترهګریزو کړنو لپاره باید د افغان خاورې کارول نور ودرول شي او باید په دې برخه کې ډاډ ترلاسه شي.

هغه وویل، چې پاکستان یو سوله‌ییز، باثباته او سوکاله افغانستان غواړي.

له دې ناستې وړاندې د چین او پاکستان مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې له طا-لبانو وغوښتل چې د منځلاري سیاست په خپلولو سره پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا