اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د نسل وژنې څاربنسټ: طا-لبانو د ښځو حقونه سخت محدود کړي

دید خبرې آژانس: د «نسل وژنې څار» په نوم بنسټ په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د طا-لبانو د بيا واک ته رسېدو وروسته ښځې له «بشري حقونو څخه د پراخې سرغړونې» له یو تریخ او زړه بوږنوونکي حقیقت سره مخ دي.

دا بنسټ وايي چې په افغانستان کې طا-لبانو د «جنسيتي تبعيض» جوړښت سره د ښځو او نجونو حقونه او ازادۍ په جدي توګه محدودې کړي دي.

په دغه راپور کې راغلي: «په افغانستان کې د طا-لبانو جنسيتي تبعیض له بشري حقونو څخه په کلکه سرغړونه او د هېواد له خلکو سره خیانت دی. طا-لبانو داسې ټولنه جوړه کړې چې ښځې پکې د دویمې درجې وګړي ګڼل کېږي، له اساسي آزادیو بې برخې دي او په سیستماتیک ډول ځپل کېږي.»

د نسل وژني څار بنسټ زیاتوي چې دغه «جنسيتي تبعیضي جوړښت» د افغان ښځو او نجونو پر ژوند ناوړه اغېز کړی او هغوی یې له اساسي بشري حقونو او آزادیو بې برخې کړې دي.

د دغه راپور په یوه برخه کې ویل شوي چې د طا-لبانو له خوا رامنځته شوى اوسنى وضعیت د یوه هېواد په توګه د افغانستان د پرمختګ مخه ډب کړې ده، ځکه ښځې د هېواد د ټولنیز، اقتصادي او سیاسي پرمختګ لپاره اړینې دي.

 دغه بنسټ په دې راپور کې ويلي، چې نړیواله ټولنه باید د طا-لبانو د «جنسيتي تبعيض پالیسي» وغندي او هڅه وکړي چې دوی (طا-لبان) د خپلو اعمالو حساب ورکولو ته اړ باسي.

د دغه راپور له مخې، له ۱۱ کلنۍ پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع شوي او په میلیونونو نورې ښځې او نجونې د( طا-لبانو )د رژیم لخوا له جدي ګواښونو سره مخ دي.

ياد بنسټ زیاتوي، چې دغه وضعیت د «عامه فضا څخه د ښځو د ورکېدو» او د هېواد په ټولنیز او اقتصادي پرمختګ کې د هغوی د وړتیاوو له پامه غورځولو په معنا دی.

د راپور په یوه برخه کې ویل شوي چې د درواغجنو تبلیغاتو سره چې دا محدودیتونه «دودیزو ارزښتونو» ته منسوبوي، طا-لبان د کلتوري اړتیا په توګه د «جنسيتي تبعيض» حقیقت پټوي.

خو په ورته وخت کې د نسل وژنې څاربنسټ وايي، چې د دې ټولو ځپنو په منځ کې د افغان ښځو له خوا فعالیتونه او مقاومتونه هم رامنځته کېدو په حال کې دي.

د نسل وژنې څار په دې راپور کې ویلي چې نړیواله ټولنه باید د دې ښځو د ملاتړ لپاره کار وکړي او د دوی غږ پیاوړی کړي او د «جنسيتي تبعیض» پروړاندې مبارزه کې د دوی سره یوځای شي چې په واضح ډول د «خاموشه نسل وژنې» ښکارندويي کوي.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې افغانستان اوس د ښځو د حقونو لپاره په یوه تاریخي نقطه بدل شوی او له دې «استبدادي ځپنې» سره د مقابلې لپاره د نړیوال پیوستون بیړنۍ اړتیا احساسېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا