پاکستان او چین په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړی
دید خبرې آژانس: د چین او پاکستان مشرانو په یو ګډ بیان کې په افغانستان کې له طا-لبانو وغوښتل، چې د «منځلاري» سیاست په خپلولو سره دې پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.
د چین او پاکستان لومړي وزیرانو دا رنګه په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد په ګټورې او سنجول شوې مبارزې هم ټینګار وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د پاکستان او چین د لومړي وزیرانو شهباز شریف او لي چیانګ یوه ګډه وینا پاڼه هم خپره کړه.
د چین لومړی وزیر د شانګهای د همکاریو سازمان په ناسته کې د ګډون په موخه اسلام اباد ته په څلور ورځیني سفر تللی دی.
د چین او پاکستان لومړيو وزیرانو د سې شنبې په ورځ په یوه ګډه وینا پاڼه کې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د افغانستان له خاورې د کارولو په مخنیوي هم ټینګار وکړ.
پاکستان پر طا-لبانو تور پورې کوي، چې د دوی له مخالفې وسلهوالې ډلې څخه ملاتړ کوي. پاکستان وایي، د تحریک طا-لبان پاکستان ډله (ټيټيپي) د افغانستان خاوره د دوی د هېواد پر ضد کاروي او له هغه ځایه خپل بریدونه پلانوي.
اسلاماباد په دغه هېواد کې پر چینایي وګړو شوي بریدونه هم له افغانستانه انګیري؛ خو طا-لبانو هم پر پاکستان بیا په پر له پسې توګه تور لګولی، چې له داعش ډلې څخه ملاتړ کوي.
چین او پاکستان دواړو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د همکاریو ژمنه وکړه او له طا-لبانو یې هم وغوښتل، چې د ترهګرۍ پر ضد کلکه او پرېکنده مبارزه وکړي.
د چین او پاکستان مشرانو د افغانستان د روان وضعیت په اړه د ګډو هڅو پر سر ټینګار وکړ او «د طا-لبانو د هڅولو لپاره یې په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت په رامنځته کولو کې د نړۍوالې ټولنې د همغږو تګلارو غوښتنه وکړه.»
دغو دواړو هېوادونو هوکړه وکړه، چې په افغانستان کې به د دوامداره ټیکاو او په نړۍواله ټولنه کې د دغه هېواد د ورګډولو لپاره په ګډه کار او هڅو ته دوام ورکوي.