اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

ټېلېګراف: القاعده په پنجشیر کې نهه روزنیز کمپونه جوړې کړې

دید خبرې آژانس: ټېلېګراف ورځپاڼې د طا-لبانو د مخالفو ډلو او محاذونو په حواله خبر ورکړی، چې القا/عده په پنجشیر کې نهه روزنیز کمپونه او د مهماتو ډیپوګانې جوړې کړې دي.

د طا-لبانو ضد دغو ډلو او محاذونو تر اوسه په دې اړه په خپلواکه توګه څه نه دي ويلي. خو دې ورځپاڼې لیکلي، چې القا/عده د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو مخکې د خپل فعالیت په اوج کې هم نه و توانېدلي دا دا کار وکړي.

د آمو تلویزیون د خبر له مخې، د مقاومت او ازادۍ جبهه د طا-لبانو ضد دوه مهمې وسله والې ډلې دي، چې په ټول هېواد کې د دوى د غړو پر ضد بریدونه ترسره کوي او د طا-لبانو له بیا حاکميت راهيسې تر اوسه يې په لسګونو طا-لبان وژلي او ټپیان کړي دي.

د دغه راپور له مخې له هېواده د امریکايي ځواکونو وتل او د طا-لبانو د واکمنۍ بيا راتګ په افغانستان کې د القا/عدې او داعش د توان له پياوړتيا سره مرسته کړې ده.

ټېلېګراف ورځپاڼه زیاتوي: «د طا-لبانو دننه ځواکمن عناصر د القا/عده شبکې ملاتړ او ساتنه کوي.»

دغه ورځپاڼه همداراز وايي، چې د القا/عده شبکې پخوانی مشر ایمن الظواهري، چې په ۲۰۲۲ کال کې د کابل په دیپلوماتیکه ولسوالۍ (شېرپور) کې د امریکا په یوه هوايي برید کې ووژل شو، د طا-لبانو اصلي ډلې حقاني شبکې اړوند په یوه کور کې اوسېده.

له بلې خوا، د ټیلیګراف د راپور له مخې، د داعش جنګیالي هم د سوریې په لومړۍ کرښه کې، د افغانستان له پنجشېر څخه نیولې د افریقا د دښتې د نه کنټرول وړ تر څنډو، د فرات د سيلابي دښتو څخه د پانټلینډ د سوماليا د آهکي غرونو په لور د خپل ځواک د بيا جوړولو په حال کې دي. او په ورته وخت کې، د متحده ایالاتو د پوځ لاس رسی ورته مخ په کمېدو دى.

په دغه راپور کې ویل شوي چې طا-لبان د خپلو پولو د سمبالولو توان نه لري او په وینا یې د افغانستان په خاوره کې دا ډله د دا/عش ډلې له خوا د بهرنیو جنګیالیو د ګمارنه، د شمېر د زیاتوالي، پراخوالي او جغرافیوي هویت د مخنیوي توان نه لري.

ورځپاڼه زیاتوي، چې په افغانستان کې د طا-لبانو له واکمنۍ وروسته دا/عش له خپلو اصلي سیمو بهر بریدونه کړي دي.

د مسکو په څنډه کې د موسیقۍ د کنسرت پر یوه تالار د دا/عش د خراسان برید او تېر کال په ایران کې د دغې ډلې برید د هغو پېښو له جملې څخه دي چې دغې ورځپاڼې د دغې ډلې له اصلي خاورې څخه د پولو هاخوا د دا/عش بریدونه بللي دي.

د دې راپور پر بنسټ، د برېټانيا د استخباراتو او امنیت ادارې (اېم ٥) مشر کین مک کالوم ویلي، چې د ده اداره په مخ کې «ډېره ستونزمنه دنده» لري، ځکه چې د دا/عش ګواښ بېرته راګرځېدلی او ایران او روسیه په انګلستان کې د تخریب دسیسې جوړوي.

هغه زیاته کړه: «دا/عش نن هغه ځواک نه دی چې یوه لسیزه مخکې وو. خو د څو کلونو له سخت شاته کېدو وروسته یې د ترهګرۍ د صدور هڅې بیا پیل کړې دي.»

ټېلېګراف وايي، په داسې حال کې چې د دا/عش خراسان څانګې د نړیوالو پام ځان ته اړولی دی. خو په خپلو اصلي سیمو (سوریه او عراق کې) د دا/عش بیا راګرځېدو امریکايي چارواکي هم اندېښمن کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا