د پاکستان د تعرفې پر زیاتوالي د طا-لبانو نیوکه
د طا-لبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د پاکستان له خوا د افغان سوداګرو پر مالونو د تعرفې په لوړولو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې دغه ډله د افغانستان د سوداګرۍ لپاره بدیل لارې لري.
مولوي کبیر وویل، چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د طا-لبانو سوداګریزې اړیکې د پراخېدو په حال کې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې هم ويلي، چې پاکستان د افغانستان پر تازه میوو او ترکاري ګمرکي تعرفه ۱۵ برابره لوړه کړې ده.
د طا-لبانو د رییس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د شنبې په ورځ د امام ابوحنيفه نندارتون د پای په مراسيمو کې دغه اقدام ناسم وباله او ټينګار يې وکړ، چې طا-لبان د افغانستان د سوداګرۍ لپاره بديلې لارې لري.
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې د طا-لبانو بهرنۍ تګلاره د اقتصادي همکاریو پر بنسټ ولاړه ده.
دغه طا-لب چارواکي د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو یادونه هم وکړه.
داسي فکر کيږي، چې طا-لبان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراخول «بدیله لاره» بولي، هغه لار، چې مخکي د اشرف غني د ولسمشرۍ پر مهال تعقيب شوې وه.
هغه مهال له پاکستان سره د سياسي کړکېچ له زياتېدو وروسته اشرف غني له منځنۍ اسيا سره د همکارۍ پر لور ګام پورته کړ او په نړيواله کچه یې د پاکستان د انزوا خبره وکړه.
تېر کال د طا-لبانو او اسلام اباد تر منځ له ترینګلتیا وروسته د دې ډلې د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د طا-لبانو یو لوړ پوړی پلاوی تهران ته ولاړ او د همکاریو څو سندونه یې لاسلیک کړل.
طا-لبانو ویلي وو، چې دغه ډله هڅه کوي له ایران سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.