متشبثې افغان ښځې د طا-لبان ملاتړ غواړي
دید خبرې آژانس: د امام ابو حنیفه په درېیم ملي او نړۍوال نندارتون کې ګډونوالې متشبثې ښځې د دغه نندارتون هرکلی کوي او د ورته نورو نندارتونونو د جوړېدو غوښتنه کوي.
دوی له اسلامي امارته غواړي چې، له متشبثو ښځو ملاتړ وکړي او ډېرې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
هنګامه افضلي چې د خپلو لاسي صنايعو د نندارې لپاره يې دغه نندارتون کې برخه اخيستې وه وايي، د توکو بازار یې د پخوا پرتله کمرنګه شوی دی.
هنګامه افضلي وایي: « له دولت مو غوښتنه ده چې ښځو ته یو مناسب بازار جوړ کړي، څو دغه جامې چې موږ یې تولیدوو بازار ته یې وړاندې کړو.»
ځینې نورې کسبګرې ښځې بیا د دغه ډول نندارتونونو په جوړېدو خوښې دي؛ خو د غرفو له لوړو بیو شکایت کوي.
د نندارتون ګډونوالې، سمیرا محمدي و ویل: « ۴۰۰ یا ۵۰۰ ډالر د رسټورانټ د کرایې لپاره پرې کوو نو اړې یو چې ټول خام مواد په قرض واخلو ځکه دومره امکانات نه لرو. اوس هم که تاسو وګورئ موږ د منتو، اشکو، سمبوسو، بولانیو، قابلي بریاني په ګډون څه د پاسه ۲۰ ډوله خواړ لرو. که کرایه راته کمه شي نو موږ کولای شو تر ۵۰ ډوله خواړه چمتو کړو.»
د ښځو د صنعت او سوداګرۍ خونې رییسې، فریبا نوري ویلی: « اوس مهال د ښځو یوازینۍ ستونزه د کورنیو سرپرستي ده، بودیجې نه لري چې پر یوه کسب او کار پانګونه وکړي ځکه خپل دولتي کارونه خو یې له لاسه ورکړل.»
له بل لوري د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، دغه نندارتون کې نږدې ۲۰۰ غرفې د ښځو لپاره ځانګړې شوې دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي و ویل: « دغه نندارتون کې د نورو نندارتونونو پر تله د ښځو حضور ډېر ښکاره و. شاوخوا یو صالون ښځو ته ځانګړی شوی چې د ښځو له لوري تولید شوي د غالیو په څېر لاسي صنایعې، تازه مېوې او خواړه نندارې ته وړاندې کیږي.»
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مالوماتو لمخې، تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۲۵۰۰ ښځینه سوداګرو د سوداګرۍ جوازونه ترلاسه کړي او تر ۱۳۰ زرو ډېرې ښځې دا مهال له جواز پرته فعالیت کوي.