اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

منظور پښتین: د جرګې پرېکړه به عملي کوو

د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین وايي، په خیبر کې د جوړېدونکې جرګې پرېکړې عملي کوي.

نوموړي د تېرې ورځې د قربانیانو د جنازې له مراسمو وروسته د جرګې په پنډغالي کې زیاته کړه چې، د پاکستان حکومت د دغې جرګې له بریالیتوبه ویره لري او له همدې امله پولیسو د جرګې پر غړو ډزې کړې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور احمد پښتین و ویل: (( جرګه را روانه ده، جرګه به پرېکړه کوي، جرګه زما د وطن ګوندونو مشرانو، زما وطن د مشرانو، قبایلي او سیمې مشرانو شریکه ده زه ددغو ټولو پابند یم او که دغه ملت هره پرېکړه که د چا زړه  خوشحالېږي یا خپه کېږي، که د چا د غرقولو یا آبادولو وه زه به هغې جرګه کې په هغې فیصله کې ورسره ولاړ یمه. ))

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وايي د پاکستان حکومت ددې جرګې له بریالیتوبه ویره لري او له همدې امله د پولیسو ځواکونو ددې جرګې پر غړو ډزې وکړې.

پښتین زیاته کړه: (( خو چه دا جرګه یې په کامیابۍ ولیدله، دده د جرګه منع کول شروع کړل، ده دلته ستا په لس لس پیسو جوړو شوو خیمو ته یې اور ورته کړ، له هغې وروسته یې لارې یې بندې کړې، چې په دې یې هم څه ونشو، دلته یې ډزې وکړې.))

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی د ایالتي اسمبلې یوې غونډې پرمهال بیا ویلي، د خلکو د سر او مال ساتنه د دوی دنده ده او هڅه کوي چې د خبرو له لارې دا ستونزه حل کړي.

د خیبر پښتونخواه وزیر اعلی، علي امین ګنډاپور زیاتوي: ((د پښتون قوم عدالت غوښتنې په نامه ناسته ور بلل شوې ده او فدرالي حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ ممنوعه ډله اعلان کړې ده، وضعیت کړکیچن دی، ځینې کسان شهیدان او ټپیان شوي دي، زموږ مسوولیت دی چې د خلکو له ځان او مال څخه ساتنه وکړو.))

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر تر دې وړاندې ویلي وو چې هېڅوک نشې کولای موازي عدلي نظام جوړ کړي.

محسن نقوي ګواښنه کړې هر هغه څوک چې له دې جرګه او پښتون ژغورنې غورځنګ سره مرسته وکړي شناخت کارډ او نور امتیازات به یې لغوه شي.

نقوي و ویلي: (( هیڅوک نشې کولای چې موازي عدلي نظام جوړ کړي، که هر چا له دوی سره مرسته وکړه، شناخت کارد او نور امتیازات به یې لغوه شي.))

دا پداسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په  اسلام اباد کې د پخواني لومړي وزیر عمران د تحریک انصاف ګوند پلویانو په پراخ لاریونونو لاس پوری کړی وو چې د پاکستان حکومت له شدید غبرګون سره مخ شوی وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا