اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د طا-لبانو سفیر په ازبکستان کې خپل کار پیل کړ

دید خبرې آژانس: د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سیدوف ویلي، چې عبدالغفار بحر په ازبکستان کې د افغانستان د سفیر په توګه په رسمي توګه خپل کار پیل کړ.

نوموړي په اېکس پاڼه کاږلي:« زموږ هېوادونه سوکالۍ ته د رسېدو لپاره ګډ تاریخ او ګډې ګټې لري، چې په ټولو برخو کې د همکارۍ اړیکو د پراختیا په توګه کار کوي.»

هغه زیاته کړې، چې د طا-لبانو سفیر سره یې د دوه اړخیزو، سیمه‌ییزو او نړۍوالو مسلو په اړه هم خبرې کړې دي.

له بل پلوه د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال قهار بلخي هم په اېکس پاڼه لیکلي، چې ازبکستان کې د دوی سفير د باورليک کاپي د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير ته وسپارله.

هغه لیکلي، چې ښاغلی سعیدوف دغه ګام د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو په پراختیا کې یو مهم ګام وباله.

نوموړي ویلي، په پام کې ده چې د دوی سفير به په نږدې راتلونکي کې د باورليک اصل د ازبکستان ولسمشر ښاغلي شوکت میرضیایف ته وړاندې کړي.

تر دې وړاندې چین او متحده عربي اماراتو هم د طا-لبانو سفیران منلي وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا