اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د قشقري نفتو د استخراج کچه په ورځ کې ۵ زره بوشکو ته لوړه شوې ده

دید خبرې آژانس: د سرپل په قشقري سیمه کې د تېلو یوې نوې څاه پرانیستلو سره د استخراج کېدونکو تېلو کچه په ورځ کې پنځه زره بوشکو ته رسېدلې ده.

د استخراج کوونکي شرکت مسوولین وایي، د قشقري او د جوزجان د زمرد سای تېلو د استخراج زیاتولو په موخه ۷۹ پرمختللي تجهیزات لېږدول شوي او وايي ۱۲۱ موټره نور تجهیزات به هم ډېر ژر و لېږدول شي.

د استخراج کوونکي شرکت د عامه اړیکو مسوول، امر الدین عليزي و ویل: « د قشقري په نفتي سیمه کې د ۲۳مې څاه په پرانیستلو سره یو مهم پړاو پیل شو. اف چین شرکت غواړي په قشقري، اق دریا او زمرد سای کې د نورو څاګانو کیندل ډېر ژر پیل کړي او د دې څاه په کیندلو سره به زموږ د نفتو د استخراج کچه نوره هم پياوړې شي.»

دغه نفتي سیمه کې ځینې کارګران د سرپرست حکومت له مسوولینو، سوداګرو، کورنیو او بهرنیو پانګه والو غواړي، چې ورته لازیات کاري فرصتونه برابر کړي.

کارګر، محمد نادر و ویل: « دغه معاش چې موږ ته راکوي، تر یوه حده موږ ته بسنه کوي او غواړو چې دغه راز نور شرکتونه هم زموږ هېواد ته راشي او زموږ هېوادوال په کار شي.»

یو بل کارګر، محمد عظیم هم و ویل: « د دوو کانونو ترمنځ زموږ کلی دی او انشاالله موږ له کار خوښ یو او غواړو چې تر دې هم ډېره پانګونه وشي او کار مو مخته لاړ شي.»

په ورته مهال د سرپل سیمه‌ییز مسوولین وايي، د قشقري نفتو استخراج کچې زیاتېدو سره دغه ولایت کې پانګونې ته لازیاتې زمینې برابرې شوې دي.

د سرپل ولایت مقام استازی، محمد یونس الفت وایي: « سرپل ولایت کې د امنیتي اړخه هېڅ ستونزه نشته، د پانګوالو لپاره د پانګونې زمینه رامنځته شوې.»

د امو سیند نفتي حوزه د قشقري، انګوت، آق دریا، بازار کمی او زمرد سای نفتي سیمې لري، چې د ۲۰۲۳ زېږیز کال په جنورۍ کې د دغې نفتي سیمې د تېلو د استخراج قرارداد یوې چینایي کمپنۍ ته ورکړل شوی و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا