اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

مېلر: امریکا طالبان یو ترهګر نړیوال سازمان ګڼي

دید خبرې آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر د سه شنبې په ورځ (د تلې ۱۷) په یوه خبري کنفرانس کې تایید کړه چې متحده ایالات لا هم طا-لبان د یوه نړیوال«ترهګريز» سازمان په توګه په رسمیت پېژني او خپل دریځ یې نه دی بدل کړی.

ښاغلي مېلر ټینګار وکړ چې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو په لور هر ډول اقدام به د دې ډلې د بشري حقونو په کړنو کې، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د پام وړ پرمختګونو سره مشروط وي.

هغه وویل، «موږ طالبان د یوه نړیوال ترهګريز سازمان په توګه په رسمیت پېژندلو ته دوام ورکوو، د اړیکو د عادي کولو په لور هر مهم ګام د بشري حقونو په اړه د طا-لبانو په چلند کې ژور بدلون ته اړتیا لري. په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې تر منځ د پام وړ یووالی رامنځته شوی دی.»

ښاغلي مېلر د بشري حقونو په برخه کې پر طا-لبانو د امریکا د فشار په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د طا-لبانو سره د امریکا په خبرو کې د ښځو او نجونو د حقونو پر اهمیت ټینګار وکړ او ويې ویل، «مونږ د خپلو متحدینو او شریکانو سره کار ته دوام ورکوو تر څو پر طا-لبانو فشار راوړو چې تبعیضي حکمونه لیرې کړي. د عادي کېدو په لور پرمختګ د ښځو او نجونو په وړاندې د طا-لبانو د چلند په ریښتیني ښه والي پورې اړه لري. په دې کې ښوونځیو ته د هغوی بیرته ستنېدل او د ښځو د کار د محدودیتونو لرې کول هم شامل دي.

متیو مېلر په افغانستان کې د امریکا د اهدافو په اړه هم د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې اصلي لومړیتوب یې دا دی چې افغانستان د امریکا پر ضد د ترهګريزو بریدونو په مرکز بدل نه شي.

هغه زیاته کړه، «موږ به د متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو په وړاندې د هر ډول تروریستي ګواښونو په وړاندې هوښيار پاتې شو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز ټینګار کړی، چې امریکا په افغانستان او له هغه پورته د خپلو ګټو د ساتنې وړتیا لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا