اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالبګزارش

اوشاکوف:طا-لبان ډېر ژر د روسیې ترهګرو سازمانونو له نوملړه لرې کیږی

دید خبرې آژانس: د روسیې د ولسمشر مرستیال یوري اوشاکوف ویلي چې په نږدې راتلونکي کې د اسلامي امارت د چارواکو نومونه به د ترهګرو ډلو له نوملړه لرې شي.

ځينو روسي رسنیو د ښاغلي اوشاکوف له خولې راپور ورکړی چې، له ممنوعه نوملړه د اسلامي امارت د چارواکو د نومونو د لرې کولو لپاره هڅې روانې دي.

د دغه راپور په یوې برخه کې راغلي:«د روسیې د ولسمشر مرستیال یوري اوشاکوف اعلان وکړ، تمه کېږي چې، په نږدې راتلونکي کې د روسیې د ترهګرو سازمانونو له نوملړه د طالبانو غورځنګ نوم و ایستل شي. هغه زیاته کړه چې، دغې موخې ته د رسېدو لپاره د هڅو په حال کې دي.»

اسلامي امارت د روسیې د دې پرېکړې هرکلی کوي او وایي چې، دا ګام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعاملاتو د زیاتېدو لامل شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت زیاتوي چې، د افغانستان سرپرست حکومت له هېوادونو سره پر تعامل باور لري او له نورو هېوادونو هم غواړي چې، په دې تړاو فکر وکړي.

ښاغلی فطرت زیاتوي:«د روسیې فدراسیون دغه پرېکړه د ستایلو ده چې، د افغانستان اسلامي امارت د دوی له ممنوعه ډلو له نوملړه وباسي او دا د اړیکو او تعاملاتو د پراختیا په برخه کې اغېزمن ګام دی. د افغانستان اسلامي امارت پر تعاملاتو باور لري او تعامل د ټولو لورو په ګټه دی.»

تر دې وړاندې هم د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو د روسیې ولسمشر ته د ترهګرو ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم د ایستلو وړاندیز کړی و.

دا په داسې حال کې دی چې، قزاقستان د لومړي هېواد په توګه د ترهګرو ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د چارواکو نومونه وایستل او ورپسې قرغیزستان هم ورته اقدام وکړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا