پنټاګون: له افغانستانه د القاعدې ګواښونه جدي نیسو
دید خبرې آژانس: د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون د ویاند مرستیالې سبرینا سینګ وايي، امریکا په سیمه او افغانستان کې د القا/عدې ګواښونه جدي نیسي.
نوموړې په یوه تازه خبري کنفرانس کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې د القا/عدې فعالیت یو ځل بیا زیات شوی دی وویل: امریکا د دې ګواښونو پر وړاندې له تمې څخه پورته وړتیا لري.
تر دې مخکې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جنرال پاټریک رایډر هم د دا/عش خراسان څانګې او د القا/عده د څارنې لپاره د امریکا د وړتیا له لاسه ورکولو په اړه د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر مایکل مک کال څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ويلي و، دوی په افغانستان کې د «ترهګرۍ» پر وړاندې د مبارزې لپاره قوي استخباراتي وړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې یو شمېر نړیوالو رسنیو د سرچینو په حواله خبر ورکړی و، چې د اسامه بن لادن زوی او د القا/عدې شبکې اوسنی مشر حمزه بن لادن له خپلې کورنۍ سره په ننګرهار ولایت کې دی او پر لوېدیځ د سيپټيمبر د يولسمې بريد ته ورته د برید پلان لري.
په ورته وخت کې د امریکا یو شمېر جمهوري غوښتونکو سناتورانو مخکې خبرداری ورکړی چې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته د داعش خراسان څانګې د دې توان ترلاسه کړی چې د امریکا پر ګټو برید وکړي.
له بلې خوا د سنټکام پخوانی قوماندان کنټ مکنزي وايي، له افغانستانه د امریکا وتل داعش او القاعده ځواکمن کړي دي.
ښاغلي مکنزي په یوه تازه مرکه کې ویلي دي چې دی له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په پلوى نه دی او دې پرېکړې د دا/عش او القا/عده پر متحدو ایالتونو د بريد او تنظیم کولو وړتیا اغېزمنه کړې ده.
خو جنرال پاټریک رایډر په خپل مخکني خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ: «موږ د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له تمې پورته وړتیا لرو او دا مو په ځلونو ښودلې ده.»
ښاغلي رایډر وویل چې متحده ایالات په ټوله نړۍ کې قوي استخباراتي وړتیاوې لري او د اړتیا په صورت کې د نړۍ په هر ځای کې د «ترهګرۍ» سره د مبارزې لپاره خپلې سرچینې کارولی شي.