اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

سږ کال په خوست، پکتیا او پکتیکا کې عشر پاکستاني طا-لبانو اخیستی

دید خبرې آژانس: په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د ځڼغوزیو او چهارمغزو د ځنګلونو د حاصلاتو عشر سږکال بهرنیو وسله والو ټول کړی دی.

په خوست او پکتیکا کې د ځڼغوزیو او چارمغزو سوداګرو چې د طا-لبانو حکومت په ۲۰۲۴ کال کې له دوی نه یوازې مالیه اخستې، خو عشر ور څخه د پاکستان د طا-لبانو تحریک او حافظ ګل بهادر اړوند ډلو ټول کړی دی.

د خوست د ځڼغوزیو مارکېټ کې یوه سوداګر انټرنېشنل ته وویل، چې «سږ کال په خوست، پکتیا او پکتیکا کې د طا-لبانو حکومت د ځڼغوزیو پر حاصلاتو یوازې مالیه واخیسته ، خو خلکو ته یې وویل چې عشر په خپله خوښه چاته ور کړي».

د نوموړي په باور، داسې ښکاري چې حکومت عشر نورو جنګیالیو ډلو ته وربښلی، ځکه پر هغوی په عامو ځایونو کې د چندې ټولولو بندیز دی.

هغه وویل، چې د ځڼغوزیو د عشر ډېره برخه د مداخېلو طا-لبانو ټوله کړې، چې د حافظ ګل بهادر ډله پورې تړلي دي.

د پکتیکا په ارګون کې چې د ځڼغوزیو ستر مارکېټ ګڼل کیږي، یو تن له نوم ښودنې پرته افغانستان انټرنېشنل ته وویل، چې « د تحریک غړي له محلي ملا امانو سره د دوی کورونو ته ورځي او له قبیلو نه د ځڼغوزیو او چارمغزو د ځنګلونو د حاصلاتو عشر غواړي».

د سرچینې په وینا، سږ کال د عشر ډېره برخه د ځدراڼ قبیلې اړوند ولسوالیو کې ټوله شوې ده.

دغه عشر د ټي ټي پي او حافظ ګل بهادر دواړو ډلو ته د جنس او نغدو پیسو په ډول ور کړل شوی دی.

هغه زیاتوي: « د پکتیکا د خروټیو په سیموخلکو خپل حاصلات په ونو کې خرڅ کړي وو، نو د عشر پرځای یې جنګیالیو ته نغدې پیسې ور کړې».

هغه وايي، پر ډیورنډ کرښه پراته ډېر خلک د پاکستان مخالف دي او له همدې امله یو شمېر خلک په خپله رضا دې ډلو ته عشر ور کوي.

تېرکال په سپټمبر کې د خوست د ځڼغوزیو سوداګرو د طا-لبانو له حکومت نه وغوښتل، چې پر چهارمغزو او ځڼغوزیو دې یا ټکس واخلي او یا مالیه، ځکه بیه یې لوېدلې او جلغوزي د بندو لارو او د سړو خونو د نشتوالي له امله له خوسا کېدو سره مخ دي.

سږ کال د خوست او پکتیکا ولایتونو په مارکېټونو کې یو کیلو ګرام ښه ځڼغوزي په ۱۷۰۰ او ۱۷۲۷ افغانیو پلورل کیږي.

د سوداګرو په وینا، د پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو د ځڼغوزیو حاصلات هرکال ۳۵ زره ټنو ته رسیږي خو سږ کال د بارانونو له امله حاصلات ډېر شوي دي.

دغه ځڼغوزي ډېری د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ او د خوست دوه سړکه او د خوست مرکز اداري کمپلکس مخې ته سره راغونډیږي.

د پکتیا او پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاستونو د شمېرو له مخې، په دغو دوو ولایتونو کې هر کال د ځڼغوزیو له درکه ۱۰۰ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کیږي، چې یوه برخه یې کروندګرو او سوداګرو ته بېرته بښل کیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا