اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

طا-لبان: زندانیان اوس په زندانونو کې زده کړې کوي

دید خبرې آژانس: د زندانونو په چارو کې د طا-لبانو د سمون ادارې پوځي مرستیال وایي: «په زندانونو کې اوس زندانیان زده کړې کوي، په داسې حال کې چې مخکې له زندانونو جنازې وتلې.» حبیب الله بدر کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې دغه اداره د هېواد ټول زندانونه څاري او هېڅ زندان کې شکنجه نه شته.

دغه طا-لب چارواکي د چا نوم وانخېست، خو وایي یو شمېر مغرضې کړۍ راپورونه خپروي، چې د افغانستان په زندانونو کې بندیان ربړول کېږي.

بدر وایي، هېڅوک دا نه شي ثابتولی چې د هېواد په زندانونو کې شکنجې روانې دي، ځکه اوسمهال په ټولو زندانونو کې زندانیانو ته حرفوي زده کړې ورکول کېږي.

نوموړی وایي: «تاسې په رسنیو کې ګورئ چې زندانیان قاري صاحبان فارغېږي، په زندانونو کې ښوونځي او کورسونه دي او حرفوي زده کړې ورکول کېږي.»

په زندانونو کې د طا-لبانو د چارو د سمون ادارې پوځي مرستیال حبیب الله بدر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د یادې ډلې له بندخونو د لسګونو فعالانو، خبریالانو او د تېر نظام د سرتېرو د شکنجو او ځورولو راپورونه خپرېږي.

د روان کال په وږي میاشت کې د طا-لبانو مشر هبت الله اخوندزاده وویل، چې د دې ډلې په زندانونو کې یې د بندیانو د وژل کېدو راپورونه تر لاسه کړي دي.

نوموړي دا هم ویلي و، چې داسې خبرونه یې ترلاسه کړي چې په یوه زندان کې بندیان وژل شوي او د زندان مسوول اعتراف کړی و، چې ملګرو یې بنديان وژلي دي.

له دې وړاندې سرچینوتایید کړې وه، چې په تېرو دریو کلونو کې د طا-لبانو د استخباراتو په زندانونو کې ۸۷ تنه د شکنجو له امله وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې وه، چې دغه کسان د برېښنا په شاک، زندۍ کولو، په اوبو کې ډوبولو او د تناسلي غړو د شکنجې له امله وژل شوي دي. ډېری بندیان پخواني سرتېري، د ملي مقاومت جبهې غړي او د طا-لبانو ضد فعالان ګڼل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه رپوټ په ډاګه کړه چې د دریو شمالي ولایتونو په بندخونو کې له ۹۰ تنه ښځو څخه ۱۶ هغه یې د طا-لبانو له جنسي تیري وروسته امېندواره شوې دي.

سره له دې چې په افغانستان کې له ښځو سره د طا-لبانو د جنسي تیري او د جنسي تیري په اړه خپرو شویو راپورونو د بشري حقونو د ملاتړ ادارې او ملګري ملتونه اندېښمن کړي او ملګرو ملتونو په دې اړه د څیړنو اعلان هم کړی، خو تر اوسه پورې د څېړنو پایلې روښانه شوې نه دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا