اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

زهرا بلوچ: طا-لبانو زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوی

دید خبرې آژانس: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د طا-لبانو له‌خوا د پاکستان د سياسي حالاتو په اړه څرګندونې په کلکه رد کړې او د طا-لبانو خبرپاڼه یې د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې.

ممتاز زهرا بلوچ د افغانستان بهرنيو چارو وزارت وياند د تېرې ورځې څرګندونو په غبرګون کې وويل: «پاکستان د طا-لبانو حکومت د وياند اعلامیه د پاکستان په کورنیو چارو کې د شرم وړ لاسوهنه بولو او دا راته د منلو وړ نه ده.»

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي و چې حکومت يې پاکستان کې د حکومت او سياسي مخالفانو ترمنځ د ترينګلتيا په اړه اندېښنه لري چې په سيمه به منفي اغېز وکړي، هغه د پاکستان حکومت ته مشوره ورکړې وه چې له خپلو مخالفانو سره ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د رسنیو د پوښتونو په ځواب کې ویلي، چې طا-لبان باید یو ډیموکراټیک هېواد ته د مشورې ورکولو پر ځای دې خپلو کورنیو ستونزو ته رسیدنه وکړي.

نوموړې ویلي: «ټولګډونه حکومت ته دې لومړیتوب ورکړي او د خپلو خلکو اړتیاوو او هیلو ته دې ځواب ویونکي شي، د ښځو او نجونو لپاره دې د زده‌کړو حق ورکړي چې د مذهب د غلط تفسیر له لارې د هغوی حقونه تر پښو نه لاندي کوي.»

همدارنګه اغلې بلوچ زیاته کړې: «د طالبانو سرپرست حکومت باید د نړۍوالي ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي، چې ترهګرو ډلو ته به ځای نه ورکوي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل: «پاکستان په سیمه کې سولې، خبرو اترو او همکارۍ ته ژمن دی او د افغانستان په ګډون له ټولو هېوادونو تمه لري چې د مسوولانه نړۍوال چلند او نړۍوالو اړیکو بنسټیزو معیارونو ته غاړه کېږدي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي و، چې پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفانو تر منځ د وضیعت د ترینګلتیا په اړه اندېښنه لري، او په پاکستان کې روان حالت به په سیمه منفي اغیزې وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا