اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د خوړو نړۍوال پروګرام: له څلور میلیونو افغانانو سره مو نقدي مرستې کړې ده

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په روان کال کې نږدې څلور میلیونو کسانو په افغانستان کې د یاد پروګرام له لارې نغدې مرستې ترلاسه کړې دي. دغه پروګرام د نغدي مرستو د پیسو اندازه نه ده څرګنده کړې.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام د یکشنبې په ورځ د (تلې ۱۵مه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه پروګرام له لوري له څلور میلیونو افغانانو سره نغدي مرستې شوې، چې نیمايي هغه یې ښځې دي.

یاد پروګرام ویلي، مرسته شوې نغدې پیسې خلکو ته دا واک ورکوي چې هر هغه څه ته چې یې ډیره اړتیا وي پخپله یې ځانته چمتو کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام د روان کال په زمري میاشت کې ویلي، چې په افغانستان کې ۱۲ میلیونه وګړي، په دې نه پوهیږي، چې د دویم وخت خواړه له کومه ځایه ترلاسه کړي.

دغه پروګرام خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې څلور میلیونه شېدې خوړونکي ماشومان او مېندوارې ښځې په خوراځواکۍ اخته دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام تېره اونۍ هم ویلي و، چې په افغانستان کې ډیری ماشومان په «چای او وچه ډوډۍ» خوړولو باندې ژوندي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا