اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د کندهار په شورابک کې د طا-لبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښته شوې

دید خبرې آژانس: ځايي سرچینو وایې چې د کندهار شورابک ولسوالۍ کې پر ډيورنډ کرښه د افغان طا-لبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نن سهار جګړه شوې ده.

سرچینو وویل، چې طا-لبانو ډيورنډ کرښې ته څېرمه په افغان خاوره کې تاسیسات جوړول، چې پاکستاني ځواکونو پرې لومړی ډزې وکړې.

د طا-لبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ دغه نښته نن سهار د کندهار شورابک ولسوالۍ په نوشکي او ګزنلي سيمو کې شوې ده.

دواړو لوريو شاوخوا ۱۵ دقيقې پرله پسې جګړه کړې، خو لا هم د مرګ ژوبلې اړوند معلومات نشته.

کندهار کې د طا-لبانو ۲۰۵ قول اردو ځواکونه د کندهار له شورابک ولسوالۍ څخه د زابل تر شملزو ولسوالۍ پورې ډېورنډ کرښې ته څېرمه امنيتي پوستې جوړوي.

طا-لبان وایي، دغه کار د امنيت ټینګولو په موخه کوي، خو پاکستاني پوله ساتي ځواکونه یې پر وړاندې ستونزې جوړوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا