اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

مومند: د مالیې سیسټم دی باید روڼ او ساده شي

په کابل کې د امام اوبو حنیفه د درېیم نړۍوال نندارتون په پرانیست غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال یونس موند وویل، چې د افغانستان مالیاتي سیسټم باید روڼ او ساده شي.

نوموړی وايي، اوسنی مالیاتي سیسټم د ډیرو شرکتونو لپاره خورا پیچلی او د سوداګرو لپاره لوی سرخوږی دی.

په کابل کې نن یکشنبه د (تلې ۱۵مه) د امام ابوحنیفه درېیم نړۍوال نندارتون پرانیستل شو.

په دغه یو اونیز نندارتون کې په ۷۰۰ بېلابېلو غرفو کې د تولیدي، سوداګریزو او خدماتي سکټورونو بېلابېل محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې شول.

د یاد نندارتون د پرانیستې پر مهال د طا-لبانو تر واک لاندې د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مومند په افغانستان کې د طا-لبانو د نوي مالیاتي سیسټم په اړه سختې نیوکې وکړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې د افغانستان اوسنی مالیاتي سیسټم د ډیرو سوداګرو لپاره یوه لویه ستونزه جوړه کړې ده.

نوموړي وویل: «د افغانستان اوسنی مالیاتي سیسټم د ډیرو سوداګرو لپاره یوه لویه ستونزه ده، یاد سیسټم د ډيرو شرکتونو لپاره پیچلی دی. د افغانستان مالیاتي سیسټم باید شفاف او ساده شي.»

همدارنګه نوموړي له نوم یادولو پرته وویل، چې ځینې ګاونډي هېوادونه ورسره په سوداګرۍ کې ناسم چلند کوي.

نوړي له طا-لبانو غوښتل چې د ځینو هغو هېوادونو له لوري چې له نړۍوالو قوانینو پرته پر افغان سوداګرو ماليې لوړوي باید ورته جدي پاملرنه وشي.

نوموړي زیاته کړه: «زموږ ځینې ګاونډي هېوادونه له موږ سره په سوداګرۍ کې ناسم چلند کوي. له نړۍوال قانون او معیار پرته پر موږ مالیې لوړوي. په دې برخه کې باید جدي پاملرنه وشي.

د هغه په خبره، که پاملرنه ونه شي، «بیا موږ له خپل حکومت څخه غوښتنه کوو، چې متقابل عمل له ګاونډیو هېوادونو سره وکړي.»

همدارنګه ښاغلي مومند وویل، چې ګاونډي هېوادونه په سوداګرۍ کې ورسره سیاسي چلند کوي، د نوموړي په خبره هندوستان او اروپايي هېوادونه افغان سوداګرو ته د ویزو د نه ورکولو په برخه کې هیڅ همکاري نه کوي.

نوموړی وايي، د ځینو هېوادونو له لوري د ویزو نه ورکړې له امله یې سوداګرۍ ته زیان اوړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مومند وايي، په افغانستان کې د ټرانزیټ او ټرانسپورټي اسانتیاوو او مناسبې ټرانزیټي لارې نه شتون بله هغه لویه ستونزه ده، چې د افغانستان صادرات او واردات یې سخت زیانمن کړي دي.

ښاغلی مومند د افغانستان د سوداګرۍ د اسانتیاوو په برخه کې د واخان کوریډور د ژر پرانیستې او چابهار بندر کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل: «واخان دې پرانیستل شي او چابهار بندر کې دې اسانتیاوې برابرې شي، د واخان لارې په پرانیستلو سره به د چین او منځنۍ اسیا بازارونو ته لاره پیدا کړو، او د افغانستان له لارې څخه به په مستقیمه توګه ۶۰ هېوادونو ته ټرانزیټ ترسره کیږي.»

ورته مهال د طا-لبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کورنیو شرکتونو، سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې د محصولاتو د خرڅ لپاره به په داخل او بهر کې بازار موندنه کوي او اسانتیاوې به ورته رامنځته کړي.

نوموړی وایي: «په نړۍوال مارکیټ کې د افغانستان د محصولاتو لپاره ځای نه درلودلو لویه ستونزه په میعاري توګه د پروسس او د بسته بندۍ نه ترسره کېدل دي، موږ له نړۍوالو شرکتونو څخه غوښتنه کوو، چې د بسته بندۍ په برخه کې پانګونه وکړي.»

نوموړی د بهرنیو شرکتونو استازو، سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې د طالبانو حکومت متقابلو اړتیاو او سوداکرۍ ته ژمنه ده او د سوداګرۍ په برخه کې به هیڅ خنډ نه رامنځته کیږي.

همدارنګه د طا-لبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نورالدین عزیزي وايي، طا-لبان ژمن دي، چې د ګاونډیتوب په نظر کې نیولو سره د اصولو او نړۍوالو قوانینو په پام کې نیولو سره خپلې سوداګریزې اړیکې له نړۍ او سیمې سره پراخې کړي.

نوموړي له ګاونډیو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه، چې د افغانانو او پر افغانستان له حاکمې ډلې سره جوجاړی وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا