اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

درانی: طا-لبان دې د ترهګرو ډلو پر ضد ګامونه پورته کړي

دید خبرې آژانس: د افغانستان په چارو کې د پاکستان مخکنی ځانګړی استازی اصف دورانی وايي، د طا-لبانو حکومت دې په افغانستان کې د هغو «ترهګرو» ډلو پر ضد ګامونه واخلي چې هلته یې پناه اخیستې. هغه د مسکو غونډې د ګډې خبرپاڼې ستاینه کړې چې افغانستان کې مېشت «ترهګر» یې جدي ګواښ بللی.

د افغانستان لپاره د پاکستان حکومت مخکني ځانګړي استازي اصف دوراني تېره شپه د (تلې ۱۴مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د طا-لبانو حکومت دې په افغانستان کې د هغو «ترهګرو» ډلو پر ضد ګامونه پورته کړي چې هلته یې پناه اخیستې.

هغه په خپل یادښت کې د افغانستان لپاره د مسکو فارمټ غونډې ګډه خبرپاڼه ستایلې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې مېشتې «ترهګرې» ډلې او بېلتون غوښتونکي د سیمې لپاره جدي ګواښ دی.

نوموړي پر طا-لبانو غږ کړی چې د دغې ګډې خبرپاڼې ټکي دې جدي په پام کې ونیسي او په افغانستان کې دې د هغو «ترهګرو» ډلو پر ضد ګامونه پورته کړي چې هلته یې پناه اخیستې او پر فعالیت بوخت دي.

طا-لبانو لا د اصف دوراني خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د مسکو په غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازو تېره ورځ ناوخته د یوې ګډې خبرباڼې په خپرولو سره په افغانستان کې د «ترهګرو او بېلتون غوښتونکو» ډلو پر شتون اندېښنه څرګنده کړه.

دوی له طا-لبانو هم وغوښتل چې د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او توکمونو حقونو ته درناوی وکړي او یو ټولګډونه او معتدل نظام رامنځته کړي.

د دغې خبرباڼې له مخې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسیدلې، د ګډون کوونکو هېوادونو استازو په افغانستان کې د ترهګرۍ سره تړلي امنیتي وضعیت په اړه د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره یادونه وکړه چې «په افغانستان کې مېشتې ترهګرې او بېلتونپالې ډلې، د نړۍ او سیمې امنیت ته جدي ګواښ دی.»

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ګډونوالو په دوه اړخیزه او څو اړخیزه کچه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او له ترهګرۍ سره د مبارزې او له منځه وړلو په برخه کې یې له طا-لبانو خپل ملاتړ څرګند کړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا