Uncategorizedاسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

ټرمپ پر ده د بريد ځای ته راستون شو

دید خبرې آژانس: د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا راڅرګند شو او د پنسلوانیا ایالت په هغه ځای کې یې په یوه ټاکتيزه کمپاين غونډه کې وینا وکړه چې پر ده پکې بريد شوى و.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، ښاغلي ټرمپ په دغه وینا کې د ماښام په ۶:۱۰ دقيقو؛ کله چې هغه وویشتل شو، نو له اورېدونکو څخه یې وغوښتل چې د یو څه وخت لپاره چوپ شي. له هغې وروسته، د ټرمپ په ګډون د څلورو قربانیانو هر یو لپاره د خطر زنګ څلور ځله ووهل شو.

هغه د خپلې وینا په جریان کې، ایلان ماسک ، یو پیاوړی متحد او د ټېسلا او د اېکس ټولنیز شبکې مالک ، سټیج ته روباله. دا لومړی ځل و چې ښاغلي ماسک د جولای په ١٣ د ټرمپ له ملاتړ وروسته د کمپاین په یوه غونډه کې ګډون کوي.

ایلان ماسک په هيجان سره د سټېج ته ولاړ او خپل لاسونه یې پورته کړل او ویې ویل: «د یو شخص د شخصیت ریښتیني ازموینه دا ده چې دوی د اور لاندې څنګه چلند کوي.» هغه د ټرمپ لپاره ټاکنې «یو مهم وضعيت» وباله او له حاضرو کسانو یې وغوښتل چې د نومبر د پنځمې ټاکنو لپاره نوملیکنه وکړي.

ښاغلي ټرمپ پر ده برید ته په اشارې وویل:« کورنی دښمن تر بهرني دښمن ډېر خطرناک دی.»

د خلکو په دې غونډه کې لسګونه زره کسانو ګډون کړی و او ډېرو یې د ټرمپ اړوند جامې اغوستې وې. ځینو یې «مبارزه،  مبارزهو مبارزه » شعارونه ورکول چې ټرمپ له ډزو وروسته خپلو پلویانو ته ويلي و.

د ټرمپ مرستيال اوهايو جى دى ونس دغه غونډې ته په وينا کې وويل «موږ دلته د دې لپاره راغلي یو چې ووایو چې موږ تر اغېزې لاندې نه راځو. زموږ مخه نشي نيول کېداى.»

هغه د کامالا هرېس او نورو ډیموکراټانو دا استدلال رد کړ چې ټرمپ ډیموکراسۍ ته ګواښ دی او زیاته یې کړه: «ډونالډ ټرمپ د ډیموکراسۍ له امله وویشتل شو. تا څه کړي دي؟»

د پټو خدماتو یوې پلټنې د ډزو دمخه کمزورې اړیکې او تېروتنې وموندلې، او دغه ادارې د کمپاین په لاریون کې د ټرمپ لپاره اضافي امنیتي تدابیر تاييد کړل.

ښاغلي ټرمپ دې ټکي ته اشاره وکړه چې په ویډیو کې د لوی ګراف ته  د خپلو سر په اړولو خپل ژوند وژغوره. نوموړي په هغه وخت کې پر وينو ککړ مخ خپل موټى پورته کړ او خپلو پلویانو ته یې په لوړ غږ وويل« مبارزه»، چه هماغه ورځ یو روښانه انځور و. هغه د څو ورځو لپاره خپل ټپي شوى غوږ پر بنداژ تړلى و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا