اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

ضعیف: د واکمنو استبداد له خلکو د حق ویلو جرات اخیستی

دید خبرې آژانس: پخواني طا-لب چارواکي عبدالسلام ضعیف طا-لب مشرانو ته په اشارې سره ویلي، چې د واکمنو استبداد له دیني عالمانو او خلکو د حق ویلو جرات اخیستی دی. هغه ویلي، دغه کورنۍ واکمنۍ دي چې یو بل ته په میراث پاتې کیږي.

د طا-لبانو د تېر حکومت پر مهال په اسلام اباد کې د طا-لبانو سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف نن یکشنبه د (تلې ۱۵مه) په خپله ایکس پاڼه د طا-لبانو مشرانو ته په اشارې لیکلي، چې د واکمنو استبداد له دیني عالمانو او خلکو د حق ویلو جرات اخیستی دی. چې د ده په خبره دغه چاره د عذاب لامل ګرځي.

هغه مخامخ له څه ویلو په څنګ تېریږي، خو تل هڅه کوي چې خپل پیغام په اشارې سره طا-لب چارواکو ته ورسوي.

نوموړی وړاندې وايي: «دغه ډول کورنۍ واکمنۍ تل له یو څخه بل ته په میراث پاتې شوې او ولس ته یې ګټه نه رسیږي.»

ښاغلی ضعیف وايي، دغه ډول واکمن مشران او امیران پر قانون او شریعت ځان له پاسه ګڼي او د هیڅ پروا نه ساتي: ‏«همدا لاملونه دي چې نن ټول ولس د دوی د کورني حاکمیت د ساتلو لپاره چې هر ډول معامله پرې کیږي قرباني ورکړي.»

که څه هم عبدالسلام ضعیف مخامخ د عربي هیوادونو د واکمنیو یاده کړې خو هغه تل طا-لبانو ته په اشارې خپل پیغام رسوي او د افغانستان له اوسني حالت سره سم خبره کوي.

د طا-لبانو دغه پخواني چارواکي درې اونۍ وړاندې هم طالب مشرانو ته په اشارې سره ویلي و: «د عدالت لپاره کار وکړئ، محکومیت او محرومیت ختم کړئ.»

د راپورونو له مخې، طا-لبانو تر اوسه پورې د افغانستان د خلکو پر وړاندې له بشري جنایتونو، وژنو او شکنجه کولو لاس نه دی اخیستی او په بې ساري کچه په بې عدالتۍ او د بشري حقونو په نقض تورن دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا