اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په فرانسه کې د افغانانو لاریون

دید خبرې آژانس: د فرانسې په تلوز ښار کې مېشتو یو شمېر هېوادوالو د شنبې په ورځ (د تلې ۱۴) په دایکندي ولایت کې د ۱۴ هزاره وګړو د وژل کېدو او په افغانستان کې د هزاره ګانو د « عام وژنې» په اعتراض کې لاريون وکړ.

دغو لاريون کوونکو په يوه پرېکړه ليک کې له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د هزاره خلک نسل وژنه په رسميت وپيژني.

دغه لاريون د فرانسې په تلوز ښار کې د مېشتو افغان کډوالو، د بښنې نړيوال سازمان د استازي، د دغه ښار د ښاروال د استازي، د مدني ټولنې د فعالانو او خبريالانو په حضور ترسره شو.

د دغو اعتراض کوونکو په پرېکړه ليک کې په دايکندي کې د هېواد پر هزاره وګړو د ډزو او بيا د هغوى د ١۴ تنو وژلو ته په اشارې سره ويل شوي دي: «دغه پېښه د تاوتريخوالي يوه ستره برخه ده چې د هزاره ټولنې د تباهۍ په موخه ترسره کيږي.»

د دايکندي پېښه د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) په یوه موټر چې یو شمېر هزاره وګړي یې لېږدول ترسره شوې وه، د طا-لبانو په وينا په دغه پېښه کې ۱۴ تنه هزاره ګانو په ډزو وژل شوي دي.

خو دا/عش د دې پېښې مسوولیت وملنه او ویلي یې و چې په دې برید کې یې ۱۵ کسان وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.

په همدې حال کې په فرانسه کې مېشت دغه اعتراض کوونکي وايي چې له ۲۰۰۲ کال راهیسې پر هزاره ګانو شاوخوا ۳۰۰ بریدونه شوي دي.

دغو لاريون کوونکو همداراز له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د هزاره وګړو د ساتنې لپاره اقدامات وکړي او د «نسل وژنې، جنګي جنایتونو او د بشریت ضد جنایتونو» د ټولو عاملینو د محاکمې غوښتنه وکړه څو د معافیت کلتور پای ته ورسېږي.

دغو لاریون کوونکو د هزاره ښځو او نجونو د خوندیتوب لپاره د سمدستي اقداماتو پر اړتیا هم ټینګار وکړ، چې د «جنسیت، توکم او مذهب» له امله له جدي خطرونو سره مخ دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا