اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالبګزارش

د مسکو غونډې: په افغانستان کې ترهګرې ډلې نړیوال امنیت ته جدي ګواښ پېښوي

دید خبرې آژانس: د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو ځانګړو استازو په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي چې د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان کې مېشتې «ترهګرې» ډلې نړیوال امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.

طا-لبانو پخوا ویلي وو چې په افغانستان کې هیڅ «ترهګره» ډله نشته.

خو په د دغه غونډې په ګډه خبرپاڼه کې چې د امیرخان متقي په مشرۍ د طا-لبانو پلاوي هم پکې ګډون کړى و، پر طا-لبانو غږ کړی چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره دې «څرګند او د تایید وړ» اقدامات وکړي.

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه غونډه د جمعې په ورځ د چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ازبکستان او د طا-لبانو د یوه پلاوي په ګډون د افغانستان په اړه د روسیې په پلازمېنه کې جوړه شوې وه.

د غونډې برخه والو هېوادونو په افغانستان او سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

د يادو هېوادونو په ګډه خبرپاڼه کې د ترهګرۍ د نښو او رېښو د له منځه وړلو لپاره د پراخو اقداماتو غوښتنه شوې ده.

د مسکو فارمټ غونډه کې ګډونوالو ويلي، چې د طا-لبانو تر واک لاندې د افغانستان خاوره باید د ګاونډیانو، سیمې پر ضد ونه کارول شي.

دغه هېوادونو يوځل بيا په افغانستان کې د یوه خپلواک، متحد او سوله ییز حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ.

د مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو ځانګړو استازو همداراز په ګډه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی له افغانستان سره د سیمه ییزو اقتصادي پروژو له پراختیا سره لېوالتیا لري او غواړي چې د بې وزلۍ له منځه وړلو،د طبيعي افتونو مخنيوي، کرنې او روغتیا په برخو کې د دوامداره پرمختګونو لپاره  همکاري وکړي، څو چې ژر تر ژره خپلواک او دوامداره پرمختګ ترلاسه کړي.

دوی په سیمه کې د افغانستان پر ادغام هم ټینګار وکړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا