اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

دبولټن: بهرني ترهګر جنګیالي افغانستان ته د ستنېدو په حال کې دي

دید خبرې آژانس: د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن خبرداری ورکړی، چې بهرني «ترهګر» جنګیالي د طا-لبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته د ستنېدو په حال کې دي.

بولټن په یوه ټلویزیوني مناظره کې وویل، چې د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو راهیسې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا تر وتلو پورې په افغانستان کې د امریکا پر ضد هېڅ ترهګریز برید نه دی شوی.

خو هغه د امریکا پر وتلو نیوکه وکړه او دا یې یوه «ناورینونکې تېروتنه» وبلله.

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له فشارونو سره تړلي وبلل.

ښاغلی بولټن وايي په داسې حال کې چې د افغانستان پخوانی حکومت «نیمګړی»و. خو په اوسني وضعیت يې غوره و او زیاته یې کړه: «که موږ پاتې شوي وای، طالبان به په رأس کې نه واى.»

بولټن په تېرو دوو لسیزو کې له افغانستانه د امریکا پر خاوره د ترهګريرو بریدونو نشتوالي ته په اشارې وویل، «موږ افغانستان ته د دې لپاره تللي وو، چې طا-لبان له منځه یوسو، القا/عده ته ماتې ورکړو او پر امریکا د راتلونکو بریدونو مخه ونیسو.»

خو هغه دا موضوع د متحده ایالاتو نظامي شتون ته منسوب کړه، چې د ٢٠٢١ په اګست کې له طا-لبانو سره د ټرمپ ادارې د دوحې له معاملې او د ولسمشر بایډن لخوا د پلي کیدو وروسته پای ته ورسیده.

نوموړي همداراز خبرداری ورکړی، چې دا/عش خراسان څانګه د امریکا پر ضد د بریدونو وړتیا لري.

ښاغلي بولټن د دا/عش د دوامدار ګواښ باندې پر اعتراف د بایډن ادارې شهادت ورکولو ته په اشارې سره زیاته کړه، دا/عش خراسان د روان کال په لومړیو کې د ایران او روسیې په څېر هېوادونو کې بریدونه کړي دي.

له افغانستان څخه د متحده ایالاتو وتل، د ٢٠٢٢ په اګست کې بشپړ شول، چې د پخواني افغان حکومت له ړنګېدو وروسته د طا-لبانو لخوا د هېواد ګړندي نیولو سره همغږي وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا