اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

پخوانیو ښځینه پوځيان: پخوانيو پوځيانو دی خوشې شې

دید خبرې آژانس: د افغانستان د پخوانیو ښځینه پوځيانو د رهبرۍ کمیټې د طا-لبانو پر کړنو د کلکې څارنې او د هغو ټولو پخوانيو پوځيانو د سملاسي خوشې کولو غوښتنه کړې، چې په تېر حکومت کې د خپلو خدمتونو په بدل کې په ناحقه نیول شوي او ربړوول شوي دي.

دغې کمېټې چې د پخوانیو پوځیانو او په ځانګړې توګه د ښځو د یوې ډلې له‌خوا جوړه شوې، راپور ورکړی چې د ښځو په ګډون سلګونه پخواني پوځيان دا مهال د طا-لبانو له‌خوا بندیان شوي او ربړول شوي دي.

د دغې کمیټې پخوانیو ښځینه سرتېرو څرګنده کړه، چې دوی به د عدالت او د خپلو ملګرو د حقونو د ټینګښت لپاره تر هغه وخته خپلې مبارزې ته دوام ورکړي چې دوی ټول د طالبانو له بنده خوشې شوې نه وي.

دغې کمیټې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د دغو پخوانیو پوځیانو په ځانګړې توګه د ښځو بېړنی حالت درک کړي او د طا-لبانو له‌خوا د خپلسرو نیونو، ربړوونو، سپکاوي او ځورونې د سملاسي پای ته رسولو غوښتنه وکړي.

دغه کمیټه د طا-لبانو د بې عدالتۍ د پای ته رسولو او د پخوانیو افغان پوځي ځواکونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو او خوندیتوب د تضمین لپاره د اغېزمنو نړۍوالو اقداماتو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا