اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

نوی قانون د طا-لبانو ظالمانه واکمني له مذهبي پلوه توجیه کوي

دید خبرې آژانس: د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ په یوه راپور کې ویلي چې نوی قانون چې د «امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون» نومېږي، د طا-لبانو «ظالمانه» حاکمیت په مذهبي توګه توجیه کوي.

دې انسټیټیوټ د طا-لبانو د ۱۱۸ فرمانونو او لارښوونو یو نوملړ خپور کړی، چې ډېرى یې ښځې په نښه کوي، دغه قانون یې «بد» او «د طالبانو لپاره فضیلت» بللی دی.

دغه سازمان ویلي چې د طا-لبانو نوي قانون په ملیونونو افغان نجونې او ښځې د «وېرې او  ستونزو» سره مخ کړې دي.

د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ راپور وايي چې دا قانون د ښځو حقونه چې په تېرو دوو لسیزو کې په سختۍ لاسته راغلي وو، له منځه وړي.

د راپور له مخې، د طا-لبانو ياد قانون اسلامي لارښوونې ناسمې تفسيروي او یو شمېر دیني عالمانو د ښځو د عورت په اړه د طا-لبانو د چارواکو نظرونه ننګولي او ویلي یې دي، چې له دیني لارښوونو دا ډول څرګندونې د قرآن او سنت پر بنسټ نه دي.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ وايي، د طا-لبانو یو شمېر اوسني چارواکي د دغه قانون د تطبیق پر سر سخت اختلاف لري، چې د دوی ترمنځ یې درز رامنځته کړی دی.

دغه انسټیټیوټ د وږي په میاشت کې د افغانستان شمال او لوېدیځ ته د طا-لبانو د مشر هیبت الله آخندزاده «غیر عادي» سفر هم د دغه قانون د پلي کولو په اړه د دوی د والیانو ترمنځ د اختلاف په توګه یاد کړ.

د ياد راپور له مخې، د طا-لبانو څو واليانو د قانون له پلي کولو ډډه کړې ده. خو د دوی د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

طا-لبانو د «امربالمعروف او نهى عن لمنکر» قانون په لاسلیکولو سره د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو پر حقونو او آزادیو سخت محدودیتونه وضع کړي دي.

تر دې حده چې د ښځو مخونه عورت ګڼل کیږي او په پټولو یې ټینګار کوي.

طا-لبانو همداراز د دغه قانون پر بنسټ په عامه ځایونو کې چې نارینه پکې شتون ولري ښځې له خبرو منع کړې دي.

په وروستۍ قضیه کې، د طا-لبانو مشر هبت الله اخندزاده کندز ته د سفر او په دغه ولایت کې د دوی له چارواکو سره د لیدنې پر مهال د ښځو مخونه «فتنه» بللې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا