اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهګزارش

په هلمند او کندهار کې د پولیو درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي

دید خبرې آژانس: په داسې حال کې چې طا-لبانو په هېواد کې کور په کور د پوليو ضد واکسين کمپاين بند کړى، د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې په هلمند او کندهار ولايتونو کې د دې ناروغۍ درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، د روان کال د میزان له لومړۍ نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې د پولیو دغه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دغه اداره وايي، د پولیو دوه مثبتې پېښې د کندهار په میوند او غورک ولسوالیو او یوه بله مثبته پېښه د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، په تېره یوه اونۍ کې د چاپیریال د پولیو څلور پېښې ثبت شوې، چې یوه یې په پاکستان، دوه په کندهار او یوه په هلمند کې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، سږ کال د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۴۱۰ ته رسېدلی، چې ۷۴ یې په افغانستان او ۳۳۶ یې په پاکستان کې دي.

دا په داسی حال کې ده،  چې باخبرو سرچینو ویلي چې طا-لبانو په هلمند او کندهار ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین په بشپړه توګه بند کړی دی.

که څه هم د طا-لبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي؛ خو ډاکټران ټينګار کوي چې واکسين کول د نورو روغتيايي لارښوونو ترڅنګ د پوليو د مخنيوي تر ټولو مهمه لار ده.

د يادولو وړ ده، چې افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې لا هم پکې د مذهبي مسایلو له امله د ماشومانو د فلج مثبتې پېښې ثبتېږي او دا ویروس پکې په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا