اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

له طا-لبانو سره پر عملي خبرو د روسیې ټینګار

دید خبرې آژانس: د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په شپږمه مشورتي غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه غونډو کې د سرپرست حکومت د استازي شتون مهم بولي او له سرپرست حکومت سره پر عملي خبرو ټینګار کوي.

سرګي لاوروف دغه راز زیاتوي چې له سرپرست حکومت سره د رغنده خبرو دوام کولای شي په افغانستان کې د امنیت او اقتصادي پرمختګ لامل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف و ویل: (د مسکو او کابل ترمنځ عملي خبرې اړینې دي. موږ باور لرو چې د افغانستان له اوسني حکومت سره د رغنده خبرو اترو دوام په دې هېواد کې د امنیت، اقتصادي پراختیا او ملي پیوستون په ګټه دي.)

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په بله برخه کې وايي چې مسکو به له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا ته دوام ورکړي.

سرګي لاروف د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو پر خلاصون ټینګار کوي او له لویدیځ هېوادونو غواړي چې پر سرپرست حکومت بندیزونه پای ته ورسوي.

هغه زیاته کړه: (د امریکا متحده ایالات په غیر قانوني توګه د افغانستان د ملي شتمنیو کنګلولو ته دوام ورکوي او د دغه هیواد پر بانکي سکتور سخت بندیزونه لګوي. موږ یو ځل بیا له لویدیځ هېوادونو غواړو چې پر طالبانو بندیزونه لغوه کړي.)

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست هم په دې غونډه کې وایي چې اسلامي امارت په تيرو دريو کلونو کې له ترهګریزو ډلو سره مبارزې ته ځانګړې پاملرنه کړې او اوس افغان خاوره د کوم هېواد پر ضد نه کارول کيږي.

امیرخان متقي دغه راز له افغانستانه بهر د دا/عش ډلې د فعالیتونو پر دوام اندیښنه څرګنده کړه او له هیوادونو یې وغوښتل چې دا/عش ډلې ته د خپلو وګړو له ورتګ څخه مخنیوی وکړي.

ښاغلي متقي څرګنده کړه: : «له دې فرصته په ګټنې د سیمې له ټولو هېوادونو غواړو چې د دا/عش له لوري د سرتېرو د جذب او بیا یې افغانستان یا نورو هېوادونو ته د ورانکارۍ په موخه د استولو په مخنیوي کې همکاري وکړي.»

امیرخان متقي د خپلو څرګندونو په بله برخه کې د افغانستان له خاورې د ګواښونو د شتون په اړه د ځینو هېوادونو اندېښنې بې بنسټه وبللې.

د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په وینا، یو شمېر هېوادونه د ناسمو معلوماتو له مخې له افغانستانه د ګواښونو په اړه اندېښمن دي.

هغه و ویل: “د ځینو هېوادونو استازي په افغانستان کې د ګواښونو د موجودیت په اړه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا او یا رسنیو کې اندېښنه څرګندوي.

دا څرګندونې په بشپړه توګه بې بنسټه دي او موږ باور لرو چې د افغانستان په اړه د مالوماتو یوه خلا ده او یا د تخریبي کړیو له خوا د مالوماتو تحریف نړۍوالو سازمانونو ته رسېدلی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د مسکو پنځمه مشورتي ناسته د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره چې په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت پر جوړېدو، له ترهګرو ډلو سره پر مبارزې، بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د زدکړو او کار حق ته پر درناوي پکې ټینګار شوی وو پای ته ورسېده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا