اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنهګزارش

WFP: افغانان سخت ژمی په مخ کې لري

دید خبرې آژانس: د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)  ویلي چې، په راروان ژمي کې یوازې د ۶ ميلیونو کسانو لاسنیوی کولای شي، حال دا چې څه باندې ۱۲ ميلیونه کسان به مرستو ته اړ وي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، راروان ژمی ښايي په افغانستان کې د ميلیونونو کسانو لپاره سخت وي.

د خوړو نړیوال پروګرام په‌دې وروستیو کې ویلي چې، تېر کال په افغانستان کې لږ تر لږه لس ميلیونه کسانو د بوديجې د نشتوالي له امله خوراکي توکي نه‌دي ترلاسه کړي، چې له‌دې درکه ښځې او ماشومان تر ټولو زیات اغېزمن شوي دي.

د ملګروملتونو دغه اداره وايي دوی اړ شول، د بوديجې د کموالي له کبله یو پر څلورمه برخه هغه پروژې وځنډوي چې له خلکو سره یې د اقلیمي بدلون له اغېزو د خوندیتوب په برخه کې مرسته کوله.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د راروانو شپږو میاشتو لپاره په ټول افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د پرمخ بېولو لپاره ۶۴۶ ميلیون امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

بلخوا، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، چې راروان ژمی به له خطرونو ډک وي او د طبیعي پېښو له کبله زیانمن شوي کسان سرپناه ته هم اړتيا لري.

دغې ادارې د روان کال په پیل کې اعلان کړی و، چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر ۲۳،۷ ميلیونو ته رسېدلی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا