اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهټولنه

د بامیان لرغونو سیمو ته غځیدلي سړکونه رغول کیږی

دید خبرې آژانس: په بامیان کې د طا-لبانو سیمه‌ییز مسوولین وايي، د هغو لرغونو سیمو سړکونه به بیا ورغوي، چې تر دا مهاله د سیلانیانو له نظره پناه وو.

د بامیان د اطلاعاتو او کلتور رییس، صفي الله رائد وايي: هغه سیمې چې ډېرې مشهورې نه دي، هغه معرفي ته اړتیا لري. ځینې ستونزې لري لکه سړکونه یې خام دي. مرمت ته اړتیا لري. له ولایتي ادارې او د ټولګټو چارو ریاست سره په همغږۍ کې یو چې دغه سیمې او سړکونه یې و رغول شي.

چهل برج د کوشانیانو له دورې پاتې نظامي او تاریخي کلا ده، چې تاریخي مخینه یې دولسمې او دیارلسمې زیږدیزو پېړیو ته ور ګرځي.

دا لرغونې ودانۍ چې د بامیان یکاولنګ دویم نمبر ولسوالۍ کې موقعیت لري، د یوې تپې پرسر څلوېښت کوچني او ستر برجونه له خامو خښتو، خټو او تېږو څخه جوړه شوې ده.

ډېری دغه برجونه ددې تپې په لاندینې برخه کې جوړ شوي دي، او لږ اثار یې پر ځای پاتې دي، خو لوړ برجونه یې ښکلي تزیین شوي دي چې لاهم د هر لېدونکي پام ور اړوي.

هغه سیلانیان چې له بېلابېلو ولایتونو د چهل برج لیدو لپاره راغلي، هیله من دي چې سرپرست حکومت ددغه ولایت ددې او نورو تاریخي ځایونو بیارغونې او ساتنې برخه کې عملي ګامونه واخلي.

ددغو برجونو څو مترۍ واټن کې د رزمي لوبو میدانونه هم شته، چې نږدې لس جریبه ځمکه باندې جوړ شوي دي.

د سیمې اوسېدونکو په خبره له دغو رزمي اثارو ځینې پرځای پاتې، خو ډېری نور د زماني په اوږدو ویجاړ او له منځه تللي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا