Uncategorizedاسلایدشوافغانستانټولنه

بینټ د زده کړه انتظار نشي کولی کمپاین سره یوځای شو

دید خبرې آژانس: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپورورکوونکى ریچارډ بینټ د «افغان نجونو غږ، زده کړه انتظار نه شي کولاى» نړیوال کمپاین سره  په پيوستون ویلي دي چې ټولې ښځې او نجونې د زدکړو او تحصيل حق لري.»

ښاغلي بینټ پر اېکس لیکلي چې په دې برخه کې هیڅ عذر نشته او «افغانستان انتظار نشي کولای».

د يادونې وړ ده، چې «زده کړه انتظار نه شي کولاى» په نوم د پوهنې ملاتړي يوه بنسټ پر وېپباڼې د  د طا-لبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بنديز د درې کلنې کليزې په مناسبت نړيوال کمپاين پيل کړى دى.

دغه بنسټ له خلکو غوښتي چې په دې کمپاین کې برخه واخلي څو د افغان نجونو غږ په نړیواله کچه پورته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طا-لبانو پر هېواد د خپل حاکمیت له ترلاسه کولو راهيسې، له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تلو منع کړې دي.

د طا-لبانو دغه اقدام له سختو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوى. خو تر اوسه يې پخپله دغه تګلاره کې کوم بدلون نه دى راوستى.

Back to top button